د 35 زره نه زيات حج كوٶنكي سعودي عرب ته ورسېدل

مکه مکرمه 05 مئي (اے پي پي) پاکستان څخه د سركاري حج سكيم له مخې د حج كال 2026 فضائي اپرېشن په تندۍ سره روان دے او تر اوسه 35 زره 135 حج كوٶنكي سعودي ته رسېدلي دي٬ دا آپريشن منظم كولو او د حج كوونكو خدمت لپاره تر اوسه 948 حج حادمين او ويلفيئر سټاف په مختلف سټيشنز تعينات كړے شوي څوك چې حج كوونكو ته د هوائي مېدان …

مکه مکرمه 05 مئي (اے پي پي) پاکستان څخه د سركاري حج سكيم له مخې د حج كال 2026 فضائي اپرېشن په تندۍ سره روان دے او تر اوسه 35 زره 135 حج كوٶنكي سعودي ته رسېدلي دي٬ دا آپريشن منظم كولو او د حج كوونكو خدمت لپاره تر اوسه 948 حج حادمين او ويلفيئر سټاف په مختلف سټيشنز تعينات كړے شوي څوك چې حج كوونكو ته د هوائي مېدان نه د دوي تر استوګنې سهولتونه وركوي٬ د فيسيلي ټيشن اينډ کوآرډنيشن کوآرډنيټير ناصر عزيز خان له مخې تر اوسه پاكستان څخه په مجموعي توګه 137 پروازونو په حج مشن كښې برخه اخستې٬ دا مهال 21 زره 63 حج كوونكې په مكه مكرمه او 14 زره 72 حج كوٶنكي په مدينه منوره كښې مېشته دي٬ ده ووئيل تر اوسه په مجموعي توګه په تعينات شوې عمله كښې 498 معاونين، 184 طبي عمله او 158 خادمين (اېس ډي اېس) شامل دي۔ ناصر عزيز خان د دې عزم پخلے وكړو چې حج كونكو ته د سفر او استوګنې ښو سهولتونو لپاره ټول وسائل كاروٶ دغسې چې دوي د حج مناسك ادا كولو ته بشپړ پام وكړے شي۔

مزید خبریں