معرکه حق كښې په ځانګري جرأت او فتح وسله وال پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كوو٬ وفاقي وزیر سردار محمد یوسف

اسلام آباد۔5مئی (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف وئېلي دي معرکه حق كښې په فتح ټول قام د لوي څښتن شکر ادا كوي چې هغه پاکستان له په ازلي دښمن بريا وركړه، د دې کامیابۍ نه پس پاکستان نړۍ كښې د امن لپاره کردار ادا کوي ۔ د معرکه حق په يو كال تر سره كېدو د نهې په ورځ د مذهبي چارو وزارڅت تر …

اسلام آباد۔5مئی (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف وئېلي دي معرکه حق كښې په فتح ټول قام د لوي څښتن شکر ادا كوي چې هغه پاکستان له په ازلي دښمن بريا وركړه، د دې کامیابۍ نه پس پاکستان نړۍ كښې د امن لپاره کردار ادا کوي ۔ د معرکه حق په يو كال تر سره كېدو د نهې په ورځ د مذهبي چارو وزارڅت تر سېوري لاندې دستوره وشوه چې پكښې علماء کرامو و مشائخ عظام ګدون وكړو ۔ علماء و مشائخ کانفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزیر سردار محمد یوسف ووئېل علماء و مشائخ کونسل په ګرد هېواد كښې كار كوي ، د علماء کرام و مشائخ دا غونډه د معرکه حق په يو كال تر سره كېدو كېږي ، مونږ غونډه كښې معرکه حق كښې په ځانګري جرأت او کامیابۍ پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كوو ۔ده ووئېل په معرکه حق كښې چې څنګه وسله والو ځواكونو ځواب وركړے هغه به په تاریخ كښې د سرو زرو په ټكو ليكلې شي ، دا هغه روښانه باب دے كوم به چې په تاریخ كښې عمر له ژوندے وي ، علمائے اکرام هېواد كښې د يو والي لپاره کردار ادا كوي ۔ ده ووئېل د علماء اکرام مشکور يم چا چې نه يوازې ملګرتيا وكړه بلکې لارښونه يې هم وكړه۔ ده ووئېل نړۍ امن راوستو لپاره د پاکستان د ثالثۍ کردار معترف ده ، وزیراعظم محمد شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر او نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار سفارتي کامیابۍ ځانګړې دي ۔

مزید خبریں