اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) د زده كړو او پېشه وره تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي په اسلام آباد كښی د نوي جو دانش سكول دوره وكړه او په اداره كښې د روان چمتوالي نيولو ٬ آسانيو او انتظامي چارو جاج يۍ واغست۔ په دې موقع د سكول انتظاميې او منصوبې سره تړون لرونكو چارواكو وفاقي وزير ته هركلے اووې۔ پراجېکټ ډائرېکټر وفاقي وزير ته د منصوبې په اړه …
د وفاقي وزير خالد مقبول صديقي په اسلام آباد كښې د دانش سكول دوره

مزید خبریں
اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) د زده كړو او پېشه وره تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي په اسلام آباد كښی د نوي جو دانش سكول دوره وكړه او په اداره كښې د روان چمتوالي نيولو ٬ آسانيو او انتظامي چارو جاج يۍ واغست۔ په دې موقع د سكول انتظاميې او منصوبې سره تړون لرونكو چارواكو وفاقي وزير ته هركلے اووې۔ پراجېکټ ډائرېکټر وفاقي وزير ته د منصوبې په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول دانش سكول عصري غوښتنو سره همغږي لرونكې يوه رهائشي تعليمي اداره ده چرته به چې زده كوونكو ته معياري زده كړو سره سره د هم نصابي فعاليتونو موقعې هم وركولې شي۔ وفاقي وزير د سكول د بېلو برخو معائنه وكړه۔ ده په تعميراتي معيار او د آسانيو په شتون د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل دا اداره به په تعليمي مېدان كښې يوه مهم پړاؤ ثابت شي۔ ده په دې موقعه زده كوونكو له مباركي وركړه او د دوي روښانه سباؤن لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وزیراعظم به په 7 مئی 2026 د دانش سکول اسلام آباد رسمي پرانسته كوي۔ دا پرانسته په هېواد كښې د معياري او عصري تعليمي ادارو ودې پلو يو مهم پېشرفت ګڼلے شي كوم چې د حكومت د تعليمي وژن عكاسي كوي۔







