اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا د قلم پرېښودلو په اعلان وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام په خپل سخت غبرګون كښی دا "ټوپي ډرمه" بللې ده۔ په خپل بیان کښې، هغه ووئیل دا اقدام د خلقو پام له اصل مسئلو څخه اړولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده۔ هغه ووئیل صوبائي حکومت یوازې د خپلې کمزورې كاركردګۍ پټولو لپاره …
د خېبر پښتونخوا حكومت لخوا د قلم پرېښودلو هړتال اعلان ’’ټوپۍ ډرامه‘‘ ده : انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا د قلم پرېښودلو په اعلان وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام په خپل سخت غبرګون كښی دا “ټوپي ډرمه” بللې ده۔ په خپل بیان کښې، هغه ووئیل دا اقدام د خلقو پام له اصل مسئلو څخه اړولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده۔ هغه ووئیل صوبائي حکومت یوازې د خپلې کمزورې كاركردګۍ پټولو لپاره پوائنټ سکورنګ كوي او خلق له اساسي اسانتیاوو څخه محروم ساتلے شي۔ هغه ووئیل یو باخبره اولس دا ډول چالونه رد کړي۔ انجنیر امیر مقام دا پوښتنه وکړه چې ایا یو وزیراعلی به د صوبې چارو ته د پام کولو په ځاے د هړتالونو سياست كوي؟ د خېبر پښتونخوا اولس دې غېر غېر مسؤلانه چلند څخه تر پوزې راغلے ٬ صوبه د مخكښې نه په سركاري چارو كښې تعطل سره مخ ده او په بېلو څانګو كښې د قلم پرېښودلو هړتال روان دے چې نېغ په نېغه زيان يۍ اولس پورته كوي۔ د اېن اېف سي په اړه ده ووئيل صوبې ته خپله آئيني برخه ترلاسه كيږي۔ ده زياته كړه چې يو اړخ ته ټول قام د معركه حق اولنۍ سالګره لمانځي او د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې وفاقي حكومت په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كړي ٬ د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې د هېود دفاع په مضبوطو لاسونو كښې ده نو ځينې عناصر د هېواد مثبت پېشرفت هضمولے نه شي۔ ده ووئيل دا هغه خلق دي كوم چې د هرې يوې قومي كاميابۍ متنازعه جوړولو هڅه كوي خو د تېر وخت په څير دا وارې به هم ناكامه شي۔ ده ووئيل اولس شعور لري او پرمختګ ٬ استحكام او حقيقي كاركردګۍ ته پام لرنه كوي







