ليك: ناصرعباس ژباړنه: واحد الله ايوب اسلام آباد۔5 مئی(اے پي پي) د سوئيلي آسيا منطقه په تاريخي توګه د سياسي تاؤ تريخوالي ٬ جغرافيائي حساسيت او د طاقت د پېچلي توازن مركز پاتې شوې ده۔ دلته د رياستونو ترمينځه اړيكې يوازې تر سفارتي بيانونو يا عارضي ګټې محدود نه بلكې دا په ژورو تاريخي تجربو ٬ نظرياتي اختلافات او ستراتيجيكي مفادات اډانه دي۔ په داسې چاپېريال كښې چې كله كوم …
معرکه حق: د صبر و زغم ، همه جهت حکمت او قوت په زړه پورې امتزاج

مزید خبریں
ليك: ناصرعباس
ژباړنه: واحد الله ايوب
اسلام آباد۔5 مئی(اے پي پي) د سوئيلي آسيا منطقه په تاريخي توګه د سياسي تاؤ تريخوالي ٬ جغرافيائي حساسيت او د طاقت د پېچلي توازن مركز پاتې شوې ده۔ دلته د رياستونو ترمينځه اړيكې يوازې تر سفارتي بيانونو يا عارضي ګټې محدود نه بلكې دا په ژورو تاريخي تجربو ٬ نظرياتي اختلافات او ستراتيجيكي مفادات اډانه دي۔ په داسې چاپېريال كښې چې كله كوم بحران رامخې ته كيږي نو د دې اثرات نه يوازې د سمدستي نوعيت وي بلكې د تر ډېرې مودې لپاره د منطقې اړخ متعين كوي۔ د “معرکه حق” په وروستي تناظر كښې ، د پاکستان تګلاره د يو ځانګړي مثال په توګه رامخې ته شوې ده چرته چې صبر ٬ زغم او د قوت ترمينځه يو زيات نازك خو مؤثر توازن په ځاے وساتلے شو۔ د عسكري پوهانو له مخې دا معركه يوازې د عسكري طاقت څرګندونه نه بلكې د يوې پراخا فكري ٬ اخلاقي او سفارتي تكلارې عكاسي كونكې هم وه۔ د پوهانو وېنا ده پاكستان چې په دې موقع كومه لاره وټاكله هغه د يو ذمه وار رياست د چلند څرګندونه كوي۔ د فوري اشتعال انګېزۍ په ځاے يۍ د “اسټرېټجک صبر” لاره خپله كړه۔ دا صبر كمزوري نه بلكې يوه فعاله او په سوچ او فكر اډانه لرونكې پرېكړه بايد وګڼلې شي۔ په دې تناظر كښې د “بنیان مرصوص” تصور زيات مهم دے۔ په اسلامي تعليمات كښې “بنیان مرصوص” د يو داسې مضبوط او يو متحد قوت علامت دے كوم چې نظم وضبط ، اتحاد او د مقصد سره ولاړ وي۔ د قرآن مجید د سورۃ الصف په څلورم آيت كښې چې په كوم ډول دا تصور بيان كړے شوے هغه نه يوازې د عسكري تنظيم بلكې د اخلاقي استقامت او اجتماعي همغږۍ هم علامت دے۔ هم دا تصور د پاكستان په دې وروستۍ حكمت عملۍ كښې په ښكاره توګه تر نظر راغلو ۔ پاكستان دا خبره باوري كړه چې د مؤثره اقدامات په مهال غېر ضروري ځاني او مالي زيان څخه هم ځان اوساتي۔ د مبصرینو له مخې په نني دور كښې جنګ يوازې تر مېدان محدود پاتي نه دے بلكه دا د بيانيې ٬ ميډيا او تر نړيوالې رائے عامه پراخه شوے دے ۔ پاكستان دا حقيقت تر پامه نيولو سره په سفارتي كچه هم خپل فعاليت وښودلو۔ نړيوالې ورورولۍ سره رابطه ٬ د صورتحال سپيناوے او تاؤ تريخوالي كمولو له اقدامات ۔ دا ټول دا خبره په ګوته كوي چې پاكستان يو بشپړ او همه جهت تكلاره خپله كړه۔ د دې تګلارې يوه مهمه نتيجه د اخلاقي سرلوړۍ په صورت كښې رامخې ته شوه۔ پاكستان نه يوازې دا چې د خپلو پولو دفاع وكړه بلكې دا پېغام يۍ هم وركړو چې هغه يو ذمه وار او امن خوښونكے رياست دے كوم چې د طاقت په كارولو كښې احتياط او توازن ته تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ په داخلي كچه هم د دې تګلارې مثبتې اغېزې رامخې ته شوي او قامي يووالے لا قوي شو۔ كله چې اولس دا ويني چې رياست طاقت لري او دا په زېركتيا كاروي نو باور لا مستحكم كيږي۔ دا باور د كوم هم قام تر ټولو لوي قوت وي كوم چې دا د هر ډول ننګونې مبارزې كولو جوګه كوي۔ معركه حق يو مهم سبق وركړے چې حقيقي قوت په وسلو نه بلكې د پرېكړو په حكمت وي۔ يو رياست هغه وخت مضبوط ګڼلے شي كله چې هغه په دې پوهېږي چې څه وخت صبر او زغم خپلول دي او كله خبرو ته ترجيح وركول ده او كله طاقت ضروري دے۔ دا توازن په حقيقت كښی د كاميابې رياستي تګلارې بنياد وي۔ كه د بنيان مرصوص تصور ته په پراخا كچه وكتلې شي نو دا يوازې يوه عسكري حكمت عملي نه بلكې يوه قامي فلسفه ګرځېدې شي۔ دا مونږ ته د اتحاد ٬ نظم وضبط او شريك مقصد د اهميت احساس راكوي۔ دا خبره په ځاے كېدې شي چې د معركه حق او بنيان مرصوص تصور مونږ ته دا پېغام راكوي چې حقیقی کامیابی يوازې په بريا كښې نه بلكې د دې په تګلاره كښې ده كومې سره چې هغه ترلاسه كړې شي۔ كه صبر ٬ حكمت او قوت په متوازن ډول وكارولے شي نو نه يوازې دا چې شخړې به په مؤثره توګه هوارې شي بلكې د يو تلپاتي او منصفانه امن بنياد هم اېښودے كېدے شي۔ پاکستان چې په دې موقع كومه تګلاره خپله كړه هغه نه يوازې دا چې د عسكري صلاحيت څرګندونه ده بلكې دا د سياسي بصيرت ٬ سفارتي مهمات او اخلاقي تړون هم ثبوت دے۔ هم دا هغه عناصر دي كوم چې رياست په حقيقي معنو كښې مضبوطوي۔ بنیان مرصوص يوازې يوه اصطلاح نه بلكې يوه نظريه ده۔ يوه داسې نظريه كومه چې مونږ ته د اتحاد ٬ استقامات او ذمه وارۍ درس راكوي۔ هم دا هغه لاره ده كومه چې په كاميابۍ سره د عزت او وقار په لوري زمونږ لارښودنه كوي۔







