د پاکستان د فتح ميزائل سسټم تجربه، په معرکه حق كښې دښمن ته د يرغل سخت ځواب وركولو له عزم

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د هند دړكو لرونكو بيانونو په ځواب كښې پاکستان د دفاعي صلاحيتونو څرګندونې سره دښمن خبردار كړو٬ چې د مئي په پنځمه نيټه كال 2025 د جنګي مشق انډس له مخې د فتح ميزائل کاميابې تجربې د پاکستان دفاعي چمتوالےلا مضبوط كړو ۔ فتح ميزائل د زمكې نه په زمكه تر 120 کلوميټر هدف په نښه كولو صلاحيت لري٬ پاکستان د فتح ميزائل …

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د هند دړكو لرونكو بيانونو په ځواب كښې پاکستان د دفاعي صلاحيتونو څرګندونې سره دښمن خبردار كړو٬ چې د مئي په پنځمه نيټه كال 2025 د جنګي مشق انډس له مخې د فتح ميزائل کاميابې تجربې د پاکستان دفاعي چمتوالےلا مضبوط كړو ۔ فتح ميزائل د زمكې نه په زمكه تر 120 کلوميټر هدف په نښه كولو صلاحيت لري٬ پاکستان د فتح ميزائل کاميابې تجربې سره د جديد نيوي ګيشن سسټم پشمول د مهمو تکنيکي اړخونو توثيق كړے٬ د فتح ميزائل کاميابې تجربې سره پاکستان په دښمن واضحه كړه چې پاك پوځ د هر ډول جارحيت د بشپړ ځواب وركولو صلاحيت لري٬ نړيوالو پوهانو له مخې پاکستان د پهلګام فالس فليګ آپريشن په شا د دښمن په ناوړه عزائمو پوهېدو سره د فتح ميزائل په کاميابه تجربه هند خبردار كړو۔ د پاکستان د استراتېژك ادارو او سکيورټي فورسز په سبب د پاکستان دفاع ناقابل تسخير ده۔

مزید خبریں