د فتنه الخوارجو بربريت، نوموړے عالم دين شيخ محمد ادريس د خپلې مدرسې سره نزدې شهيد كړے شو

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د سکيورټي فورسز په مقابله كښې د ناكامۍ نه پس فتنه الخوارجو بې ګناه وګړي په نښه كول پېل كړي٬ د چارسده ضلعې په انمانزئۍ سيمه كښې د خوارجو لخوا نوموړے عالم دين شېخ محمد ادريس شهيد كړے شو۔ پوليس لخوا د جاري تفصيلات له مخې په عالم دين شيخ محمد ادريس بزدلانه بريد ھغه مهال شوے كله چې ھغوي خپلې مدرسې پلو …

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د سکيورټي فورسز په مقابله كښې د ناكامۍ نه پس فتنه الخوارجو بې ګناه وګړي په نښه كول پېل كړي٬ د چارسده ضلعې په انمانزئۍ سيمه كښې د خوارجو لخوا نوموړے عالم دين شېخ محمد ادريس شهيد كړے شو۔ پوليس لخوا د جاري تفصيلات له مخې په عالم دين شيخ محمد ادريس بزدلانه بريد ھغه مهال شوے كله چې ھغوي خپلې مدرسې پلو روان ٶ٬ د اولس لخوا د مولانا شيخ محمد ادريس په شهادت غم و خشم څرګندونه روانه ده٬ د اولس لخوا په صوبائي حكومت د امن او امان په صورتحال كښې په ناكامۍ سخت تنقيد روان دے د مولانا محمد ادريس شهادت وړومبۍ پېښه نه ده د دې نه وړاندې هم فتنه الخوارجو دينې مدارسې او سياسي مشران په ښه كړي٬ په 21 جولائي 2025 كښې د تنګي تهاڼې په حدود كښې فتنه الخوارج د ډزو د لارې مذهبي مشر پير ابراهيم شهيد كړے ٶ دغسې د جولائي په لسمه نيټه كال 2025 كښې د باجوړ په شنډي موړ كښې د عوامي نيشنل پارټي لارښود مولانا خان زيب هم فتنه الخوارجو شهيد كړے ٶ٬ د فرورۍ په 28مه نيټه په اکوړه خټک كښې د دارلعلوم حقانيه جومات په نښه كړے شو چې پكښې د جے يو آئي لارښود حامدالحق حقاني شهيد كړے شوے ٶ۔ د پوهانو له مخې فتنه الخوارج د خپل افغان طالبانو او د هندو مشرانو په لمسه سافټ ټارګټس په نښه كوي٬ سکيورټي ادارې به د فتنه الخوارجو دا ناوړه هڅې كاميابۍ له نه وركوي٬ په علما کرامو د فتنه الخوارجو پرله پسې بريدونه د دوي د غېر اسلامي او د انسانيت د دښمنۍ واضحه ثبوت دے۔

مزید خبریں