اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) په نړيوال ماركيټ كښې د نهې په ورځ د خام تېلو په بيعه كښې د كمي رجحان ٶ۔ د امريکې د ويسټ ټيکساس انټرميډيټ له مخې د خام تيلو د سباٶن سوداګانو كښې د 1.61 فيصده کمي نه وروستو د بېرل په سر بيعه 104.71 ډالر ته راغله ، دغسې د برينټ خام تيلو د سباٶن سوداګانو كښې 0.56 فيصده کمي سره د …
په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو بيعه مخ په كمېدو ده

مزید خبریں
اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) په نړيوال ماركيټ كښې د نهې په ورځ د خام تېلو په بيعه كښې د كمي رجحان ٶ۔ د امريکې د ويسټ ټيکساس انټرميډيټ له مخې د خام تيلو د سباٶن سوداګانو كښې د 1.61 فيصده کمي نه وروستو د بېرل په سر بيعه 104.71 ډالر ته راغله ، دغسې د برينټ خام تيلو د سباٶن سوداګانو كښې 0.56 فيصده کمي سره د بېرل په سر بيعه 113.80 ډالر ته راغلې ٬ د دبئي د خام تېلو بيعه برقرار پاتې ده ٬ د عرب لائيټ خام تيلو د مستقبل سوداګانو كښې 10.25 فيصده کمي نه پس 121.04 ډالر او د کويت ايکسپورټ بلينډ له مخې سوداګانې په 112.32 ډالر د بېرل په سر ترسره شوې٬ د دې نه علاوه د سرو زرو او سپينو زرو په بيعه كښې زياتوالے روان دے ۔







