اسلام آباد۔4مئی(اے پی پی) د فلسطين مفتي اعظم احمد ياسين او ستر قاضي ډاكټر محمود الهباش ، امام مسجد ابراهیمی٬ 5 كسيزه پلاوې سره پاكستان ته رارسېدلے دے۔ په اسلام آباد هوائي ډګر د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي ٬ د مذهبي چارو وزارت ٬ نورو اعلی حكومتي چارواكو او په پاكستان كښې د فلسطين سفير پلاوي ته هركلے ووے۔ مفتی اعظم او ستر قاضي به په …
فلسطينې مفتي اعظم احمد ياسين او ستر قاضي ډاكټر محمود الهباش 5 كسيزه پلاوي سره پاكستان ته راورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد۔4مئی(اے پی پی) د فلسطين مفتي اعظم احمد ياسين او ستر قاضي ډاكټر محمود الهباش ، امام مسجد ابراهیمی٬ 5 كسيزه پلاوې سره پاكستان ته رارسېدلے دے۔ په اسلام آباد هوائي ډګر د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي ٬ د مذهبي چارو وزارت ٬ نورو اعلی حكومتي چارواكو او په پاكستان كښې د فلسطين سفير پلاوي ته هركلے ووے۔ مفتی اعظم او ستر قاضي به په شپږم نړيوال پېغام اسلام كنفرنس كښې ګډون كوي كوم به چې په 6 مئي اسلام آباد كښې كيږي۔ مفتی اعظم ووئيل پاكستان ته په راتللو ماته خوشحالي شوې ده٬ پاكستان او فلسطينې اولس يو بل سره تلپاتې مينه لري۔ ده ووئيل د پاكستاني حكومت او پوځ د فلسطيني اولس ملاتړ كله هم هېرولې نه شو۔ د فلسطيني دريځ په ملاتړ كولو د پاكستاني صدر ٬ وزيراعظم او فيلډ مارشل مننه كوو۔ حافظ طاهر اشرفي ووئيل چې شپږ نړيوال پېغام اسلام كنفرنس به د سعودي عربستان او اسلامي نړۍ ګډ دريځ حوالې سره يوه ګډه عظيمه غونډه وي۔ مفتي اعظم به صدر مملكت ٬ وزيراعظم ٬ خارجه وزير او د حكومت او رياست ذمه وارو سره ملاقات كوي







