د ايراني سمندري بېړۍ ‘اېم وی توسکا ” د عملې 22 غړي پاكستان ته منتقل كړې شول : خارجه دفتر

اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) د امریکا لخوا د اعتماد سازۍ د نوي اقدام په توګه د ايران د كنټېنر وړونكې سمندري بېړۍ 'اېم وی توسکا " د عملې 22 غړي پاكستان ته منتقل كړې شوي دي كوم به چې ايراني چارواكو ته سپارلې شي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان د ايراني سمندري بېړۍ عملې بېرته ستنولو كښې مرسته كړی ده۔ د امريكا لخوا …

اسلام آباد۔4 مئی(اے پی پی) د امریکا لخوا د اعتماد سازۍ د نوي اقدام په توګه د ايران د كنټېنر وړونكې سمندري بېړۍ ‘اېم وی توسکا ” د عملې 22 غړي پاكستان ته منتقل كړې شوي دي كوم به چې ايراني چارواكو ته سپارلې شي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان د ايراني سمندري بېړۍ عملې بېرته ستنولو كښې مرسته كړی ده۔ د امريكا لخوا په قبضه كښې د اخستلې شوې ايراني بېړۍ ‘اېم وی توسکا’ عملې 22 غړي تېره شپه د هوائي الوتكې دلارې پاكستان ته راوړلې شوې وو٬ عمله به نن ايراني چارواكو ته سپارلې شي۔ د غسې ايراني بېړۍ به هم له ضروري مرمت څخه وروستو خپلو مالكانو ته وركولو له د پاكستاني سمندري حدود ته بېرته راوستلې شي۔ د عملې او بېړۍ د واپس كولو دا هڅې د ايران او امريكا د دواړو هېوادونو په مرسته په غوره ډول مخ په وړاندې بوتللې شي۔ د بيان له مخې پاكستان د دې ډول اعتماد سازۍ اقداماتو هركلې كوي او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره به د ثالثۍ د هڅو په مهال په مذاكراتو او سفارتكارۍ كښې د مرستې كولو لړۍ روانه ساتي۔

مزید خبریں