د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د ايران خارجه وزير سره په ټېلې فون خبرې

اسلام آباد۔4مئي (اے پي پي):نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار تېره شبه د ايران خارجه وزير سید عباس عراقچي سره په ټېلې فوتن خبرې كړي۔د ګل په ورځ د خارجه وزارت نه جاري بیان تر مخه دواړو لارښودو خبرو كښې د منطقې په وضعه او د پاکستان د اړخه امن و استحکام لپاره په سفارتي هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي …

اسلام آباد۔4مئي (اے پي پي):نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار تېره شبه د ايران خارجه وزير سید عباس عراقچي سره په ټېلې فوتن خبرې كړي۔د ګل په ورځ د خارجه وزارت نه جاري بیان تر مخه دواړو لارښودو خبرو كښې د منطقې په وضعه او د پاکستان د اړخه امن و استحکام لپاره په سفارتي هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د پاکستان رغنده کردار او د ډلو تر مينځه د مخلصانه ثالثۍ د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔نائب وزیراعظم و خارجه وزيرسینیټر محمد اسحاق ډار د پاکستان د دې عزم پخلے وكرو جې هغه به د تعمیري روابط ودې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي او په دې خبره يې زور راوړو جې د مسائل امناكه حل او منطقه او نړۍ كښې د تل پاتي امن و استحکام لاسه كولو لپاره مکالمه او سفارت کاريي بس يوازنې ہی د عمل جوګه لاره ده ۔۔

مزید خبریں