پشاور زلمي د پي اېس فائنل په ګتلو ټرافي پخپله نامه كړه

لاهور۔4 مئي (اے پي پي )پشاور زلمي د ګل په شپه قذافي اسټیډیم كښې په فائنل مېچ كښې حیدرآباد کنګز مېن ته په يو اړخيزه مقابله كښې په ماتې وركولو د پی اېس اېل ١١ ټرافي پخپله نامه كړه ۔ د رنز معمولي هدف كوم چې 130 رنز و په راړولو كښې د زلمي ډله په پېل كښې د ستونزو ښكار وه ، خو د آرون هارډي او د عبد …

لاهور۔4 مئي (اے پي پي )پشاور زلمي د ګل په شپه قذافي اسټیډیم كښې په فائنل مېچ كښې حیدرآباد کنګز مېن ته په يو اړخيزه مقابله كښې په ماتې وركولو د پی اېس اېل ١١ ټرافي پخپله نامه كړه ۔ د رنز معمولي هدف كوم چې 130 رنز و په راړولو كښې د زلمي ډله په پېل كښې د ستونزو ښكار وه ، خو د آرون هارډي او د عبد الصمد په ښه شراکت دارۍ ډله له ستونزو نه بهر شوه او 15.2 اوورز كښې يې هدف سر كړو۔ د دې نه وړاندې د کنګز مین اننګز د صائم ایوب د 54 منډو (50 بالونو) د مزاحمتي نيمې سنچرۍ باوجود زیات وړاندې لاړ نه شو۔ د مډل آرډر ناڅاپي تباهۍ نه پس ټوله ډله په 18 اوورز كښې په 129 رنز آوټ شوه۔ هر څو چه کپتان مارنس لیبوشین او معاذ صداقت د اننګز پېل ښه كړے ؤ ، خو د آرون هارډي تباہۍ كونكې بولنګ د میچ رخ بدل كرو ، هغه په 27 رنز وركولو 4 وکټونه تر لاسه كړل ۔د کنګز مین ډلې د 51 رنز يو وکټ زيان نه پس په 73 رنز 6 وکټې د لاسه وركرې ، چې پكښې ګلین میکسویل او کوشل پریرا غونډې مهمې وکټې شاملې وې۔ ۔د هدف په تعاقب كښې د زلمي پېل ډېر ناوړه ؤ ، کپتان بابر اعظم په وړومبي بال آؤټ شوے ؤ او محمد حارث هم زر پویلین ته ستون شو ۔ په 7 رنز د دوو وکټو په پرېوتو بيا آرون هارډي ذمه په غاړه واغسته او په 39 بالونو يې 56 رنز (ناوټ آوټ) غوره اننګز وكړو۔د هغه ملګرتيا عبد الصمد وكړه چا چې په 34 بالونو د 48 رنز جارحانه اننګز ولوبو او 4 شپكو د میچ نتیجه بيخي د زلمی په حق كښې كړه او د 85 رنز شراکت دارۍ بريا باوري كره ۔ محمد علي د دريو وکټو باوجود د کنګز مین د لږ اسکور په دفاع كښې ناکامه راغلو۔