صحافت د ټولني سترګه او د ضمير غږ دے۔محمد حنيف عباسي

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د صحافت نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي دي آزاد صحافت د ټولني سترګه او د ضمير غږ دے،رښتيا وئيونكي خبريالان د جمهوريت اصل محافظ دي۔د ريلوے وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محمد حنيف عباسي ووئيل د دروغو معلومات قامونه تقسيموي، ذمه وار صحافت قامونه يو كوي، رښتيا ليكونكے هر …

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د صحافت نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي دي آزاد صحافت د ټولني سترګه او د ضمير غږ دے،رښتيا وئيونكي خبريالان د جمهوريت اصل محافظ دي۔د ريلوے وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محمد حنيف عباسي ووئيل د دروغو معلومات قامونه تقسيموي، ذمه وار صحافت قامونه يو كوي، رښتيا ليكونكے هر قلم په اصل كښې د اولس اميد ګرځي۔ده ووئيل د خبريالانو حفاظت يواځې ذمه واري نه ، د رياست فرض دے۔ د ريلوے وزير ووئيل د ميډيا کردار قام د تيارو څخه راوباسي او رڼا پلو ئې بوځي،په حقائق اډانه رپورټنګ د اعتماد بنياد ايږدي،ډيجيټل دور كښې رښتيا او دروغو ترمينځه فرق کول لوئ چيلنج دے۔محمد حنيف عباسي ووئيل شهيدو خبريالانو قربانۍ مونږ ته په رښتيا د ودريدلو حوصله راكوي۔ده ووئيل ميډيا له به په سنجيدګۍ ، ديانت او قامي ذمه وارۍ سره خپل كردار ترسره كول وي،قومي اتحاد او قوي بيانيه په رښتياؤ اډانه صحافت سره ممکن ده،د اولس حق دے چې هغوي له سم او په وخت معلومات وركړې شي۔

مزید خبریں