لاهور 03 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د پنجاب پخواني ګورنر او سينئر سياستدان سردار ذوالفقار علي خان كھوسه په مړينه لاس نيوې له د هغه كور ته تللې۔ د د اطلاعات وفاقي وزير د ارواښاد زامنو سردار سيف الدين كھوسه او سردار دوست محمد كھوسه سره د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كړه او د هغه لوړو درجو لپاره ئې دعا …
د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ د سينئر سياستمدار سردار ذوالفقار علي خان كھوسه په مړينه لاس نيوې له د هغه كور ته لاړو، د حق رسيدلي د لوړو درجو لپاره دعا

مزید خبریں
لاهور 03 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د پنجاب پخواني ګورنر او سينئر سياستدان سردار ذوالفقار علي خان كھوسه په مړينه لاس نيوې له د هغه كور ته تللې۔ د د اطلاعات وفاقي وزير د ارواښاد زامنو سردار سيف الدين كھوسه او سردار دوست محمد كھوسه سره د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كړه او د هغه لوړو درجو لپاره ئې دعا اوكړه۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل سردار ذوالفقار علي خان كھوسه يو زيرك ، وقار لرونكے او تجربه كار سياسي لارښود ؤ،ارواښاد د هېواد سياست او اولسي خذمت په ميدان كښې په زړه پوري كردار ترسره كړې۔د ارواښاد سياسي و سماجي خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ده ووئيل سردار د ذوالفقار علي خان كھوسه وفات سره هېواد د يو زيرك او سنجيده لارښود څخه محروم شوې۔ عطاء الله تارړ دعا وكړه چې لوئے څښتن دې ارواښد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔







