د صحافت د آزادۍ تحفظ ته حكومت پام لرنه كوي، د فيك نيوز مخ نيوے او ذمه واره صحافت ته ضرورت دے۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د صحافت آزادۍ تحفظ،ودې او ښه ماحول له د عزم پخلي سره وئيلي دي ميډيا نه يواځې زمونږ د معاشرتي، سياسي او معاشي تنوع عكاسي كوي بلكه قامي يووالي او استحكام ته وده هم وركوي،پروپيګنډه، فيك نيوز، غير مستند او د غير تصديق شوو خبرونو ترسيل د خپلو پېشه ورو اقدار ترمخه مخنيوے كول د هر خبريال فرض دے، …

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د صحافت آزادۍ تحفظ،ودې او ښه ماحول له د عزم پخلي سره وئيلي دي ميډيا نه يواځې زمونږ د معاشرتي، سياسي او معاشي تنوع عكاسي كوي بلكه قامي يووالي او استحكام ته وده هم وركوي،پروپيګنډه، فيك نيوز، غير مستند او د غير تصديق شوو خبرونو ترسيل د خپلو پېشه ورو اقدار ترمخه مخنيوے كول د هر خبريال فرض دے، د معركه حق په مهال د وسله والو ځواكونو د صلاحيتونو سره سره قامي طاقت او د خبريالانو كردار هم د ستائني وړ وو۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د صحافت آزدا٬ۍ نړيوالي ورځ په موقع پيغام كښې وزيراعظم وئيلي دي د صحافت په نړيواله ورځ د هېواد او ټولي نړۍ خبريالانو ، كالم نويسانو ، براډكاسټنګ او صحافت سره تعلق لرونكو ټولو كسانو له د هغوي په خذماتو پيرزوئنې وړاندې كوم ،صحافت سره تړون لرونكو پېښه وره فرائض انجام ترسره كول يو باخبر او با شعور ټولني ضمانت دے، مستند او د تعصب څخه پاك غير جانبدارانه خبرونو په وخت اشاعت و نشريات د اصل صحافت اساس دے۔ ده ووئيل ډنډوري ، فيك نيوز، غير مستند او غير تصديق شوي خبرونو ترسيل د خپل پېشه وره اقدار ترمخه منخيوي كول د هر خبريال فرض دې۔ خبريال نه يواځې د پيشه وره بلكه سماجي اقدار امين دي،سږ كال د صحافت د آزادۍ نړيوالي ورځ ’’ امناكه سباؤن جوړل ‘‘ سرخط ترمخه لمانځلې كيږي۔ دا سرخط دې دور كښې د ضروريات عكاسي كوي۔ده ووئيل جديد دور كښې امن و امان ماحول يواځې د سفارت كارۍ څخه نه ترلاسه كيږي بلكه مستند معلومات، ذمه واره صحافت او اولسي رايو جوړولو كښې كردار ترسره كوي۔نړيوالو اړيكو ، هېوادونو ترمينځه سفارتي، معاشي، معاشرتي شريك تعلق مثبت، معنيٰ لرونكي او موثره جوړولو كښې ميډيا تعميري كردار ترسره كولو صلاحيت لري۔ده ووئيل پاكستان يو امناكه هېواد دې او د رايو اختلاف نه تر تاؤ ترېښوالي اوږدې مودې حل مكالمے او مذاكراتو ته ترجيح وركوي۔ موجوده حالات كښې سفارتي ميدان كښې پاكستان، تاؤ ترېښوالي كښې كمې ، مكالمے ودې او منطقه كښې د امن بحالۍ لپاره مثبت كردار ترسره كوي،په دې تناظر كښې په نړيواله كچه ميډيا د پاكستان ډاډګيرنه كړي۔

مزید خبریں