اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي امناكه سباؤن لپاره رښتياؤ ته ودي وركولو ته اړتيا ده،د رښتياؤ په اړه د خبريالانو كردار بنيادي حيثيت لري۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت د صحافت آزادۍ نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د پاكستان او ټولي نړۍ خبريالانو او ميډيا كاركنانو له مباركي وركولو سره …
امناكه سباؤن لپاره رښتياؤ ته د ودي وركولو ضرورت دے،د رښتياؤ په اړه د خبريالانو كردار بنيادي حيثيت لري۔صدر مملكت آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي امناكه سباؤن لپاره رښتياؤ ته ودي وركولو ته اړتيا ده،د رښتياؤ په اړه د خبريالانو كردار بنيادي حيثيت لري۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت د صحافت آزادۍ نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د پاكستان او ټولي نړۍ خبريالانو او ميډيا كاركنانو له مباركي وركولو سره وووئيل چې سږ كال د دې ورځي د لمانځلو سرخط “امناكه سباؤن جوړول” د دې حقيقت عكاسي كوي چې امن درست او د مستند معلومات نه غير ممكن نه دے،نن خبريالان د بېلو چيلنجونو سره مخ دي چې پكښې غلط معلومات، بے بنسټه اطلاعات او د جديد ټيكنالوجي غلط استعمال شامل دې۔ مصنوعي ذهانت او جعلي ويډيوز و عكسونه (ډيپ فيك) په شان رجحانات يو پلو موقعې وركوي بل پلو د هغې منفي اثرات هم رامخې ته كيږي۔صدر مملكت په دې خبره د تشويش څرګندونه وكړه چې ځيني نړيوالي ميډيا ادارې او سماجي رابطو پليټ فارم د كركي ، تعصب او بے لاري كونكي بيانيے ته وده وركولو لپاره استعماليږي دغسې لوئ تكنيكي ادارے ځيني وخت قامي رياستونو په چارو كښې مداخلت هم كوي۔ده ووئيل پاكستان كښې د صحافت آزادي يو آئيني حق دې د كوم ضمانت چې د آئين پاكستان ترمخه وركړې شوې دغسې آرټيكل A.19 اولس له معلوماتو تر رسني حق باوري كوي۔ده ووئيل آزاد او ذمه واره ميډيا د يو قوي جمهوريت بنياد دے۔ده زور راوړو چې صحافت سره ذمه واري هم تړلي ده بايد درست معلومات باوري كړې شي۔ده ووئيل اولسي باور ذرائع ابلاغ تر ټولو قيمتي سرمايه ده د كوم برقرار ساتل چې ضروري دې۔ده ووئيل پاكستان په نښه كونكي دروغو كمپائنونو مقابله كولو له ذمه واره صحافت ته اړتيا ده۔ صدر مملكت مئي 2025 په مهال قامي اتحاد او د ميډيا مثبت كردار ستائيلو سره ووئيل ميډيا د حقائق د لارې د غلطي بيانيے مؤثره ځواب وركړې۔ده هغه خبريالانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي چا چې رښتيا لټون كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړي۔ده د وفاقي او صوبائي حكومتونو څخه غوښتنه وكړه چې خبريالانو له تحفظ او ښه ماحول باوري كړي۔ده د ذرائع ابلاغ ادارو سره اعليٰ پيشه وره معيار برقرار ساتلو او اولس څخه د مستند صحافت حمايت اپيل كولو سره ووئيل يو ذمه واره او په رښتيا اډانه معلوماتي نظام هېواد كښې جمهوريت، استحكام او امن ته وده وركولې شي۔







