شانګله 02 مئي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي معرکه حق كښې پاکستان د خپل ځان څخه څو چنده لوئ دښمن له ماتې وركولو سره نړۍ ته ښكاره پيغام وركړې چې دا قام ناقابلِ تسخير دې،پاکستان د پرمختګ او استحکام پلو روان دې او نوري كاميابۍ ترلاسه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه …
معرکه حق كښې پاکستان د خپل ځان څخه څو چنده لوئ دښمن له ماتې وركولو سره نړۍ ته ښكاره پيغام وركړې چې دا قام ناقابلِ تسخير دې۔وفاقي وزير امير مقام

مزید خبریں
شانګله 02 مئي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او پاکستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي معرکه حق كښې پاکستان د خپل ځان څخه څو چنده لوئ دښمن له ماتې وركولو سره نړۍ ته ښكاره پيغام وركړې چې دا قام ناقابلِ تسخير دې،پاکستان د پرمختګ او استحکام پلو روان دې او نوري كاميابۍ ترلاسه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ چکيسر، ضلع شانګله كښې جټکول پل پرانستي دستوري ته وينا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام د جټکول پل پرانسته وكړه۔ جټکول پل سره به جټکول كلي او ماسير اولس مستفيد شي۔ وفاقي وزير ووئيل نن پاکستان د يو قوي قيادت ترمخه مخ په وړاندې روان دې۔ وزيرِاعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په شان بهادر سرلښكر تګلاري سره هېواد په هر ډګر كامياب شوې۔ده ووئيل معرکه حق كښې پاکستان د خپل ځان څخه څو چنده لوئ دښمن له ماتې وركولو سره نړۍ له ښكاره پيغام وركړې كوم چې د قام ناقابلِ تسخير دې۔ده ووئيل دا کاميابۍ د دې خبري ثبوت دې چې كله قيادت مخلص وي او قام يو موټې وي نو لوئ نه لوئ چيلنج هم آسان شي۔ده ووئيل د شين پارسپورټ عزت زيات شوې، پاکستان د پرمختګ او استحکام پلو روان دے او نوري كاميابۍ ترلاسه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل نن د يو پل پرانسته شوي او دا هم زه د خپل جيب څخه كوم، ده اړوندو چارواكو ته سختۍ سره سپارښتنه وكړه چې دا زر تر زره بشپړ كړې شي۔ ده ووئيل سرکول يونين کونسل كښې 100 څخه زيات سړكونه جوړ كړي،خپل كار شميرل نه غواړم خو زما د اختيار له مخې ستاسو مسئلې به حل كوم۔ده ووئيل 13 كلونو راهسې چې دلته كوم حكومت دې هغوي دې يو هم لوئ پراجيکټ راوړي، د پي ټي آئي باني پخپله دلته راغلې وو او د كومو پروژو اعلان ئې چې كړې ؤ نن زه چيلنج وركوم هغې كښې دې يوه ښكاره كړي۔ده ووئيل 2010 سېلاب كښې زه اپوزيشن كښې وم، په رينټ مو چورلكه راسوتلي وه او د سېلاب ځپليو ډاډګيرنه مو كړي وه۔ هغوي درملني لپاره په دغه چورلكه كښې رسولي وو۔خپل جيب څخه روپۍ خرڅ كولو سره د دې جذبې سره مو كار كړې۔په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ غړې رشاد خان، تحصيل ميئر چکيسر و ضلعي جنرل سيکرټري بخت عالم خان ، پخوانې ناظم قاري سعد الدين، پخوانې نائب ناظم زبردست خان ،امير محمد خان ويلج ناظم تالون او ويلج ناظم ګنانګر فضل منان هم وينا وكړه۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير انجينئر امير مقام چکيسر ته په راتګ تود هركلے وشو۔







