اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او چين ادارو ترمينځه يو جوائنټ وينچر معاهدے او دوه مفاهمتي يادداښتونو لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو،دا معاهدے تعميراتي مشينري،ځناورو صحت او طبي ټيكنالوجي څانګي احاطه كوي،د دې هلو ځلو مقصد مهمو څانګو كښې عملي مرستي ته وده وركول دي۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوې بيان له مخې الحسن ټريډ اسټيبلشمنټ، ساني انټرنېشنل …
صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او چين كے ادارو ترمينځه دوه مفاهمتي يادداښتونو او لوظنامو لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او چين ادارو ترمينځه يو جوائنټ وينچر معاهدے او دوه مفاهمتي يادداښتونو لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو،دا معاهدے تعميراتي مشينري،ځناورو صحت او طبي ټيكنالوجي څانګي احاطه كوي،د دې هلو ځلو مقصد مهمو څانګو كښې عملي مرستي ته وده وركول دي۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوې بيان له مخې الحسن ټريډ اسټيبلشمنټ، ساني انټرنېشنل ډويلپمنټ او هينان جيا لونګ انټرنيشنل ټيكنالوجي ترمينځه د اعليٰ معيار آلات، مينوفيكچرنګ او تعميراتي مشينرۍ څانګو كښې مرستي لپاره په يو مفاهمتي يادداښت لاس ليك وشو۔ دا درې اړخيزه مرسته د پاك ۔چين اقتصادي راهداري (سي پيك) په اړه كارونو معاونت، مكمل تعميراتي مشينري او آلات وركولو كښې مرستي ته ودي وركولو، پيشه وره تربيتي نظام پرمختګ او دې نه بس د خرڅ آپريشن و مينټيننس خذمات وركولو لپاره ده۔ډلو پاكستان كښې د كارخانو جوړولو لپاره د سرمايه كارۍ موقعو هم جاج واخست او تعميراتي مشينري په ځائې كچه پيداوار ته به وده وركړي۔ په مفاهمتي يادداښت سينيټر سليم مانډوي والا، ساني ګروپ نائب صدر لي چِن او هينان جيالونګ انټرنيشنل ټريډ كمپنۍ چيئرمين هاؤ جيا لونګ لاس ليك وكړو۔د سندھ حكومت د لائيو سټاك اينډ فشريز محكمه او چين لوويانګ ماډرن بايولوجي ګروپ ترمينځه پاكستان كښې د ځناورو ويكسينز پشمول د خولې د رنځ ويكسين وركولو او تقسيم لپاره يوه لوظنامه وشوه۔په معاهدے د سندھ سينئر صوبائي وزير شرجيل انعام ميمن او لوويانګ ماډرن بايولوجي ګروپ چيئرمين وانګ شانپو لاس ليك وكړو۔ يوه بل مفاهمتي يادداښت ډاكټر ضياءالدين هسپتال اوشينزن وي بانګ ټيكنالوجي ترمينځه د طبي ټيكنالوجي په څانګه كښې”پروډكټ۔ سروس۔ سلوشن“ اډانه د مرستي ماډل جوړولو لپاره ترسره شوي۔دا مفاهمت كلينكل ميډيسن كښې د ميډيكل انټيليجنټ روبوټس جديد استعمال باوري كوي۔په مفاهمتي يادداښت د ډاكټر ضياءالدين هسپتال د اړخه ډاكټر انوپ كمار داواني او شينزن وي بانګ ټيكنالوجي ډپټي جنرل منيجر مسټر ډينګ هائي تاؤ لاس ليك وكړو۔په دې موقع د پاكستان او چين ترمينځه 75 كلنه ملګرتيا يو دستاويزي فلم هم وښودلې شو۔دستوره كښې د سندھ وزيرِ اعليٰ سندھ خاص مرستيال سيد قاسم نويد قمر، چيف سيكرټري سندھ علي حسن بروهي او چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي هم موجود وو۔







