صدرِ مملكت آصف علي زرداري د عراق نومولې شوي وزيرِاعظم سره ټيليفوني تماس ونيولو

سانيا 01 مئي (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علي زرداري څوك چې دا مهال د چين هينان ولايت سانيا ښار په سركاري دوره دے،د جمهوريه عراق نومولي وزيرِاعظم علي فالح خادم الزيدي سره ټيليفوني تماس نيولے او هغه له ئې د عراق حكومت د مشر په توګه د وزاعظم په چوكۍ ټاكلې كيدو مباركي وركړه۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا جاري شوې بيان له …

سانيا 01 مئي (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علي زرداري څوك چې دا مهال د چين هينان ولايت سانيا ښار په سركاري دوره دے،د جمهوريه عراق نومولي وزيرِاعظم علي فالح خادم الزيدي سره ټيليفوني تماس نيولے او هغه له ئې د عراق حكومت د مشر په توګه د وزاعظم په چوكۍ ټاكلې كيدو مباركي وركړه۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملكت نومولي وزيرِاعظم لپاره د نيكو هيلو څرګندونه او د هغه كاميابۍ او يو مستحكم حكومت جوړولو لپاره ئې دعا اوكړه۔ده ووئيل د هغه د وزيرِاعظم په حيث انتخاب د عراق په قيادت د باور عكاسي كوي كوم چې د هېواد په يو مهم پړؤ كښې رامخې ته شوې۔ نامزد وزيراعظم سره خبرو په مهال صدرِ مملكت ووئيل پاكستان او عراق خپلو كښې په شريك اقدار او شريك احترام اډانه اړيكي لري او پاكستان دغه اړيكو لا قوي كولو له لوظي دے۔ده دوه اړخيزه اقتصادي مرستي لا زياتولو امكانات ذكر وكړو چې پكښې تجارت و سرمايه كاري، توان په څانګه كښې مرسته ، د بنيادي ډھانچے پرمختګ، زراعت او د تجديد وړ توان شامل دي۔ صدرِ مملكت د اوږدې مودې شراكت دارۍ ته ودي وركولو لپاره تعليمي مرستي او اولسي رابطو لا مستحكمولو په اهميت زور راوړو۔ د عزاق نامزد وزيرِاعظم د صدرِ مملكت آصف علي زرداري مننه وكړه او هغه له ئې په مناسب وخت د عراق دورې كولو بلنه وركړه۔

مزید خبریں