د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د ايف آئي اے هيډكوارټرز دوره وكړه، اپګريډيشن منصوبو پيشرفت جاج ئې واخست

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د كورنييو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايف آئي اے هيډكوارټرز دوره وكړه،چرته چې هغه د هيډكوارټرز او ايف آئي اے اكيډمي كښې روان اپ ګريډيشن منصوبو پيش رفت جاج واخست۔ جاري شوې پرېس ريليز له مخې د دورې په مهال د كورنيو چارو وزير تعميراتي كارونو څارنه كولو سره سپارښتنه وكړه چې ټولي هلي ځلي دې د اعليٰ معيار له مخې …

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د كورنييو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايف آئي اے هيډكوارټرز دوره وكړه،چرته چې هغه د هيډكوارټرز او ايف آئي اے اكيډمي كښې روان اپ ګريډيشن منصوبو پيش رفت جاج واخست۔ جاري شوې پرېس ريليز له مخې د دورې په مهال د كورنيو چارو وزير تعميراتي كارونو څارنه كولو سره سپارښتنه وكړه چې ټولي هلي ځلي دې د اعليٰ معيار له مخې زر تر زره بشپړ كړې شي۔د ايف آئي اے ډائريكټر جنرل ډاكټر عثمان انور د كورنيو چارو وزير له د اپ ګريډيشن منصوبے په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔دې نه پس محسن نقوي د ايف آئي اے هيډكوارټرز كښې د يوې غونډي مشري وكړه،چې پكښې ايف آئي اے لا مؤثره، فعاله او عوام دوست اداره جوړولو لپاره د اصلاحات جاج واخستلې شو۔ ده ووئيل د روان كال تر آخر ايف آئي اے د جديد تقاضو له مخې جوړولولو ته حكومت پام لرنه كوي۔محسن نقوي ووئيل د ادارے د كار استعداد لا زياتولو لپاره انفراسټركچر، ټيكنالوجي او بشري وسائل كښې ښه والې راولو۔په دې موقع چيف كمشنر اسلام آباد، آئي جي اسلام آباد پوليس او نور اعليٰ چارواكي همم وجود وو۔

مزید خبریں