د مزدورانو ښېګړې لپاره به قانون سازي او سماجي تحفظ لا قوي كولې شي۔ لنډ مهاله صدر يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي 01 مئي يواځې يوه ورځ نه بلكه د محنت، هلو ځلو، انساني وقار او د سماجي انصاف د عزم د پخلي ورځ ده،د خواري كښو ښېګړې لپاره به قانون سازي، اداره جاتي اصلاحات او د سماجي تحفظ نظام نور هم قوي كولې شي۔د جمعې په ورځ د مزدورانو ورځ په موقع په خپل پيغام كښې …

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي 01 مئي يواځې يوه ورځ نه بلكه د محنت، هلو ځلو، انساني وقار او د سماجي انصاف د عزم د پخلي ورځ ده،د خواري كښو ښېګړې لپاره به قانون سازي، اداره جاتي اصلاحات او د سماجي تحفظ نظام نور هم قوي كولې شي۔د جمعې په ورځ د مزدورانو ورځ په موقع په خپل پيغام كښې لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د 01 مئي ورځ په ټوله نړۍ كښې د مزدورانو سره د يووالي څرګندوني په توګه لمانځلې كيږي،01 مئي مونږ ته د هغه عظيم قربانيو ياد تازه كوي كومي چې خواري كښو د خپلو حقونو ترلاسه كولو لپاره وركړي۔ده ووئيل قامي پرمختګ ، معاشي استحكام او سوكالي د مزدورانو د محنت او خوارۍ تړلي دې۔ خواري كښ په حقيقت كښې د معيشت د ملا تير وي، خواري كښو ښېګړے نه غير د پرمختګ كوم تصور بشپيدې نشي۔يوسف رضا ګيلاني ووئيل دينِ اسلام او آئينِ پاكستان د خواري كښو احترام،د هغوي د حقونو تحفظ او سماجي انصاف په وركولو زور راوړي، پارليمان عمر له د خواري كښو او كمزورو طبقو د حقونو تحفظ لپاره غږ پورته كړې، پارليمان د خواري كښو لپاره قانون سازۍ كښې په زړه پوري كردار ترسره كړې۔

مزید خبریں