حكومت د خواري كښو د حقونو تحفظ لپاره لوظي دے۔سينيټر اعظم نذير تارړ د مزدورانو نړيوالي ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د قانون و انصاف و انساني حقوق وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت د خواري كښو د حقونو تحفظ، محفوظ او صحت مند د كار ماحول وركولو او ټولو څانګو كښې د منصفانه اجرتونو زياتولو لپاره لوظي دے۔ د جمعې په ورځ د خواري كښو نړيوالي ورځ 2026 په موقع جاري كړې …

اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) د قانون و انصاف و انساني حقوق وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت د خواري كښو د حقونو تحفظ، محفوظ او صحت مند د كار ماحول وركولو او ټولو څانګو كښې د منصفانه اجرتونو زياتولو لپاره لوظي دے۔ د جمعې په ورځ د خواري كښو نړيوالي ورځ 2026 په موقع جاري كړې خپل پيغام كښې وفاقي وزير د پاكستان خواري كښې طبقے ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاكستان ورك فورس محنت، پوهه او ثابت قدمي د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل حكومت د ليبر پروټيكشن نظام لا قوي كولو او قومي پاليسۍ د نړيوال معيار په خاص توګه انټرنيشنل ليبر ارګنائزيشن اصولو سره برابرولو لپاره كار كوي۔ده ووئيل دا اقدامات د وقار، مساوات او شريك احترام اصولو ترمخه كيږي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې يو منصفانه، وقار لرونكې او كوټلې ماحول لپاره به شريكي هلي ځلي رواني ساتلے شي دغسې چې د خواري كښو وقار باوري شي او د ټولو كاركنانو خذمات ومنلے شي۔

مزید خبریں