اسلام آباد 30اپرېل (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي موسمياتي او پرمختيائي فريم ورك په اړه پالېسي ترجيحات د عمل وړ پروژو كښې رامخې ته كول ضروري دي٬پاكستان تل پاتې پرمختيائي تګلاره مخ په وړاندې بوتللو كښې نړيوالو مالياتي ادارو سره به شراكتدارۍ كښې مهم كردار ادا كړي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د انسټی ټیوټ آف فنانس اینډسسټینیبیلټی صدر ډاكټر ماجون …
د موسمياتي او پرمختيائي فريم ورك په اړه د پالېسۍ ترجيحات د عمل وړ پروژو كښې رامخې ته كول ضرورې دي۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب د انسټي ټيوټ آف فنانس اينډ سسټینیبیلټی صدرډاكټر ماجون سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 30اپرېل (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي موسمياتي او پرمختيائي فريم ورك په اړه پالېسي ترجيحات د عمل وړ پروژو كښې رامخې ته كول ضروري دي٬پاكستان تل پاتې پرمختيائي تګلاره مخ په وړاندې بوتللو كښې نړيوالو مالياتي ادارو سره به شراكتدارۍ كښې مهم كردار ادا كړي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د انسټی ټیوټ آف فنانس اینډسسټینیبیلټی صدر ډاكټر ماجون سره په ملاقات كښېوكړه ۔په ملاقات كښې تل پاتي ماليات كښې د د مرستې د ودې ٬ګرين سرمايه كارۍ زياتولو او د پاكستان معيشت موسمياتي بدلونونو له مخې زيات قوي كولو په اړه په تفصيل سره جاج واغستلے شو ۔د خزانې وزير د پلاوي هركلي كولو سره د پاكستان او چين ادارو ترمينځه د تل پاتي ماليات او پرمختيائي مرستې په څانګه كښې د اوږدې مودې او قوي روابط وستائېل۔ده په دې امر زور راوړو چې موثر نتيجې ترلاسه كولو لپاره د عملدرآمد صلاحيت قوي كول او اداره جاتي چمتوالے ښه كول مهم دي ٬پاكستان په دې وروستيو كښې د سټيټ بانك آف پاكستان د لارې خپله ګرين ټيكسونومي فعاله كړې كومه چې د نړيوال ښه طريقه كار او شريكې مرستې نتيجه ده۔ډاكټر ماجون د ماحول دوسته ماليات ودې په اړه نړيوالې تجربې شيئر كړې۔هغه ووئيل ټيكسونومي٬ د صلاحيت سازي اقدامات او شريك مالياتي مالډز ماحول دوسته او تجارتي لحاظ سره د عمل وړ پروژو كښې سرمايه كارۍ ته ودې وركولو كښې مهم كردار ادا كوي۔په دې لړ كښې هغه مالياتي ادارو او نجي څانګې سره د مرستې زياتولو پشمول په بيلو امكاناتو رڼا واچوله۔د خزانې وزير د هغه د خيالاتو هركلي كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د سرمايه كارۍ وړ پروژو يو مربوط فهرست جوړول مهم دے كوم لپاره به چې د سركاري او نجي څانګو ترمينځه د قوي مرستې ضرورت وي۔ ۔د ملاقات په مهال سینئر ایډوائزرلی چن ، د انسټی ټیوټ آف فنانس اینډ سسټینیبیلټی، روئی یو ژائو ٬ نائب صدر، ګرین ټیکنالوجی بینک)، لیکے هوانګ محقق، او نورهم موجود وو







