سي سي د رټے لګولو د نظام نه پرته په پوهه اډانه (تصوراتي) تعليم ته وده وركولو لپاره ګرد هېواد كښې ماډل اسيسمنټ فريم ورك (MAF) نافذ كړو۔ آئي بي سي سي د كال 2025 كلن رپورټ جاري كړو

اسلام آباد 30 اپريل (اے پي پي) آئي بي سي سي خپل د كال 2025 كلن رپورټ جاري كړو كوم چې د پاكستان په امتحاني او تشخيصي نظام كښې د مهم بدلون كال عكاسي كوي۔ د رپورټ له مخې آئي بي سي سي د رټے لګولو د نظام نه پرته په پوهه اډانه (تصوراتي) تعليم ته وده وركړې ده ٬ دې مقصد لپاره ګرد هېواد كښې ماډل اسيسمنټ فريم ورك …

اسلام آباد 30 اپريل (اے پي پي) آئي بي سي سي خپل د كال 2025 كلن رپورټ جاري كړو كوم چې د پاكستان په امتحاني او تشخيصي نظام كښې د مهم بدلون كال عكاسي كوي۔ د رپورټ له مخې آئي بي سي سي د رټے لګولو د نظام نه پرته په پوهه اډانه (تصوراتي) تعليم ته وده وركړې ده ٬ دې مقصد لپاره ګرد هېواد كښې ماډل اسيسمنټ فريم ورك (MAF) نافذ كړے شو٬ د دې له مخئ استاذانو او امتحاني پوهانو له د جديد طريقې لكه سټوډنټ لرننګ آؤټ کمز (SLOs)، بلومز ټيکسانومي او د بهتر سوالونو جوړولو تربيه وركړې شوې د كومې له مخې چې امتحانونه نور سپېځلې او ميعاري كړے شول٬ د رپورټ له مخې په كال 2025 كښې د ټولو نه لوي پېشرفت ون ونډو ډيجيټل ويريفکيشن، اټيسټيشن او ايکويويلنس سسټم پېل كول دي٬ دې څخه زده كوٶنكو لپاره ټول سروسز آسان٬ سپېځلې او آنلائن شوې دي او اوس د تصديق عمل هم تند او خوندې كړے شوے ٬ آئي بي سي سي نيشنل آئټم بينك جوړولو او د ټېکنالوجي استعمال زياتولو سره امتحاني نظام لا مضبوط كړے دے٬ د دې نه علاوه غېر ملكي امتحاني بورډز لپاره يو نوې نظام معارفي كړے شوے دغسې چې د دوي سندونه د قامي معيار له مخې وي۔ د كلن رپورټ اجراء په موقع د آئي بي سي سي اېګزېكټو ډائرېكټر ډاکټر غلام علي ملاح ووئيل دا رپورټ د دې خبرې عكاسي كوي چې مونږ د پاكستان امتحاني نظام سپېځلے٬ منصفانه او د نړيوال معيار له مخې جوړوٶ٬ مونږ داسې نظام غواړو چې د ځوانانو ضرورتونه ترسره كړي او د هېواد په پرمختګ كښې مرسته وكړي۔ په رپورټ كښې زده كوٶنكو لپاره د بېلو اقداماتو ذكر كولو سره ده ووئيل زده كوٶنكو لپاره مېرټ پروګرامز٬ بهر هېوادونو كښې د تعليمي موقعې او زده كوونكو لپاره سهولتونه شامل دي ٬ د دې نه د پرته د پاكستان هائر سېكنډري سكول سرټيفکيټ (HSSC) په نړيواله كچه ښه كولو لپاره هم كار كوٶ٬ ده ووئيل په اداره كښې مهمې پرېكړې هم شوي٬ لكه د ګريډنګ د نظام بهتري، د امتحانونو شيډول، ايکويويلنس پاليسيز او ريسرچ ونګ جوړول٬ دا اقدامات به د آئي بي سي سي كردار لا قوي كړي۔ دا رپورټ جديد، په ټيکنالوجۍ اډانه د امتحاني نظام بهتري وړاندې كوي كوم چې سپېځلے٬ موثره او د نړيوال معيار له مخې دے

مزید خبریں