د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان كوئټه كښې مصروفه ورځ٬د بېلا بيلو سماجي او سياسي شخصيات سره ملاقاتونه

كوئټه 30اپرېل (اے پي پي)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان كوئټه كښې د زيارت په ورځ مصروفه ورځ تيره كړه چرته چې هغه د مختلف سماجي او سياسي شخصيات سره ملاقاتونه وكړل ٬د غمرازۍ څرګندونه يې وكړه او اولسي مسئلو حل لپاره يې د موثر اقدامات امروكړو ۔د خپلې دورې په مهال لنډ مهاله چيئرمېن قامي اسمبلۍ غړي خوشحال خان كاكړ سره د هغه د نيا په مړينه لاس …

كوئټه 30اپرېل (اے پي پي)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان كوئټه كښې د زيارت په ورځ مصروفه ورځ تيره كړه چرته چې هغه د مختلف سماجي او سياسي شخصيات سره ملاقاتونه وكړل ٬د غمرازۍ څرګندونه يې وكړه او اولسي مسئلو حل لپاره يې د موثر اقدامات امروكړو ۔د خپلې دورې په مهال لنډ مهاله چيئرمېن قامي اسمبلۍ غړي خوشحال خان كاكړ سره د هغه د نيا په مړينه لاس نيوه وكړه٬ده د ارواښادې لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔دغسې د د نوابزاده جميل بګټي په مړينه هم ده غم جنې كورنۍ سره لاس نيوه او د يو والي څرګندونه وكړه ۔د دې نه علاوه ده د ډاكټر عنايت الله د خور په مړينه هم د افسوس څرګندونه وكړه اود ارواښادې بخښنې لپاره يې دعا وكړه۔دغسې لنډ مهاله چيئرمېن په كوئټه كښې نوموړې وكيل ايډوكيټ شير علي كاكړ تپوس پوښتنه وكړه۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې هغه له ډېر زر روغ صحت وركړي۔د دورې په مهال سيدال خان د خپلې حلقې اولس سره ملاقات وكړو٬د هغوي مسائل يې په تفصيل سره واورېدل او اړوندو چارواكو ته يې سمدستي او د موثره اقدامات د لارې د مسئلو حل باوري كولو هدايات جاري كړل۔

مزید خبریں