اسلام آباد 30اپرېل (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئېلي دي په سوئيلي وزيرستان كښې د افغانستان څخه د 26 او 29 اپريل په مهال د بې درېغه ډزو او ګولو ورولو څخه د ميرمنو او ماشومانو پشمول ګڼ شمېر كسان ژوبل او كورونو ته زيان رسېدلے دے۔د زيارت په ورځ اوونيز پريس بريفنګ كښې ده د افغانستان سرهد نړيوالې پولې نه تر لاسه شوي تشويشناك اطلاعات …
سوئېلي وزيرستان كښې د افغانستان څخه په ډزو كښې د ميرمنو او ماشومانو پشمول ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي۔د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 30اپرېل (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئېلي دي په سوئيلي وزيرستان كښې د افغانستان څخه د 26 او 29 اپريل په مهال د بې درېغه ډزو او ګولو ورولو څخه د ميرمنو او ماشومانو پشمول ګڼ شمېر كسان ژوبل او كورونو ته زيان رسېدلے دے۔د زيارت په ورځ اوونيز پريس بريفنګ كښې ده د افغانستان سرهد نړيوالې پولې نه تر لاسه شوي تشويشناك اطلاعات پلو پام راګرځولو سره ووئېل په ماضيكښې هم په دې سيمه كښې د پولې پورې غاړه څخه ډزې او د ګولو ورولو پیښې رامخې ته شوې وي۔وياند ووئيل د 26 او 29 اپريل په مهال بنو ضلعې سره نزدې د سوئېلي وزيرستان پولئيزو سيمو پشمول انګور اډه كښې د افغان ځواكونو لخوا بلا اشتعال ډزې او ګوله باري شوې چې پكښې شهري آبادي په نښه كړې شوې۔ده ووئيل د دې پېښو په نتيجه كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي او ځينې كورونو ته زيان رسېدلے ٬په ژوبل شوو كښې ميرمنې او ماشومان هم شامل دي۔وياند ووئيل ځايې قبائېلي مشرانو او ميشته كسانو په دې پېښو د اندېښنې څرګندونې كولو سره د پولې پورې غاړه څخه د شوو ډزو او ګوله بارۍ سخته غندنه كړی او غوښتنه يې كړې چې دا په سمدستي توګه بنده كړې شي۔ده ووئيل په دې سيمه كښې دې څخه وړاندې هم دا ډول پیښې رامخې ته شوې دي چې پكښې وګړي ژوبل شوي۔وياند د دې بريدونو په سختو ټكو غندنې كولو سره ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ او يووالي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د ځپليو مرستې لپاره هر ممكن اقدامات كولې شي۔وياند ووئيل د ځايې آبادۍ تحفظ باوري كول او د دغسې پیښو مخ نيوي لپاره هڅې روانې دي۔







