پېنډۍ 30 اپرېل (اے پي پي) د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف وئيلي دي مهمو سمندري لارو كښې خنډان نړيوال تجارت او د توان تحفظ لپاره زياتېدونكے خطر دے، يو مستحكم٬ په اصول اډانه سمندري نظام جوړولو لپاره جديد ټيکنالوجي لرونكے سمندري پوځ ضروري دے۔ده دې خيالاتو څرګندونه ده وړٶمبي هنګور کلاس آبدوز، پي اېن اېس/ايم هنګور کميشننګ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه كومه چې د چين په …
مهمو سمندري لارو كښې خنډان نړيوال تجارت او د توان تحفظ لپاره زياتېدونكے خطر دے، يو مستحكم٬ په اصول اډانه سمندري نظام جوړولو لپاره جديد ټيکنالوجي لرونكې سمندري پوځ ضروري دے۔

مزید خبریں
پېنډۍ 30 اپرېل (اے پي پي) د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف وئيلي دي مهمو سمندري لارو كښې خنډان نړيوال تجارت او د توان تحفظ لپاره زياتېدونكے خطر دے، يو مستحكم٬ په اصول اډانه سمندري نظام جوړولو لپاره جديد ټيکنالوجي لرونكے سمندري پوځ ضروري دے۔ده دې خيالاتو څرګندونه ده وړٶمبي هنګور کلاس آبدوز، پي اېن اېس/ايم هنګور کميشننګ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه كومه چې د چين په سانيا ښار كښې شوې۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې ده ووئيل د هنګور کلاس آبدوز كوم چې جديد وسله٬ جديد سينسرز او ايئر انډيپنډنټ پروپلشن لري په منطقه كښې سمندري استحکام او نظم و ضبط برقرار ساتلو كښې به كليدي كردار ولوبوي٬ دا آبدوز به په بحيره عرب او پراخه بحرِ هند كښې د مهمو سمندري لارو حفاظت او د خطرو مخنيوي لپاره مهم كردار ادا كړي ۔ نيول چيف په دې خبره زور راوړو چې “هنګور” نامه زمونږ په تاريخ كښې يو ځانګړے مقام لري٬ په كال 1971 كښې پخوانے هنګور آبدوز د دوېم نړيوال عظيم نه پس په وړومبي ځل په يو جنګ كښې سمندري بېړۍ غرقه كړې وه٬ پي اين ايس/ايم هنګور به هم ھغه په زړه پورې روايت مخ په وړاندې بوځي او دا پاك بحريه لپاره مهم سنګ مېل دے كوم چې به زمونږ د سمندري دفاع صلاحيت قوي او بېړۍجديد ټيکنالوجۍ سره سمه كړي۔ وړومبےهنګور کلاس آبدوز کميشننګ د پاکستان او چين ترمېنځه د اوږدې مودې او قوي دوستۍ يو بل باب دے۔







