اسلام آباد 30اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سوئېلي وزيرستان په انګور اډه سيمه كښې د افغان طالبانو لخوا د شهري آبادي په نښه كولو پیښې غندنې كولو سره وئېلي دي په بې ګناه وګړو بريد په هېڅ صورت د قبلولو وړ نه دے۔د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې محسن نقوي ووئېلد افغان طالبان او فتنه …
د كورنيو چارو وفاقي وزير د طالبانو لخوا سوئېلي وزيرستان كښې د شهري آبادي په نښه كولو غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 30اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سوئېلي وزيرستان په انګور اډه سيمه كښې د افغان طالبانو لخوا د شهري آبادي په نښه كولو پیښې غندنې كولو سره وئېلي دي په بې ګناه وګړو بريد په هېڅ صورت د قبلولو وړ نه دے۔د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې محسن نقوي ووئېلد افغان طالبان او فتنه الخوارج په ګډه بې ګناه ماشومان او ميرمنې په نښه كول غېر انساني فعل دے٬شهري آبادي په نښه كولو افغان طالبانو د بشري حقونو د چارټر خلاف ورزي كړې٬شهري آبادي په نښه كول د نړيوال بشري قوانين سنګين خلاف ورزي ده۔ده ووئيل په بې ګناه وګړو بريد په هېڅ صورت د قبلولو وړ نه دے٬امنيتي ځواكونه د افغان طالبانو د ډزو بشپړ ځواب وركوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ژوبل شوو ماشومانو او د ميرمنو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔







