اسلام آباد۔30اپریل (اے پي پي) د طالبان رجیم تسلط لاندې افغانستان د ګردې نړۍ ترهه ګرو تنظيمونو لپاره په يوه خوندي پناہ ګاہ بدل شوے دے ۔ د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان نه پس نړيوال ترهه ګر تنظیم القاعدہ هم د افغان طالبانو ملاتړ لپاره راوړاندې شو ۔ د پاکستان آپریشن غضب للحق په زړه پورې کامیابۍ له امله افغانستان كښې شته ترهه ګر تنظیمونه د يرې ښكار دي …
القاعدہ د افغان طالبان ښكاره ملاتړ وكړو ،د پاکستان موقف يو ځل بيا درست ثابت شو
اسلام آباد۔30اپریل (اے پي پي) د طالبان رجیم تسلط لاندې افغانستان د ګردې نړۍ ترهه ګرو تنظيمونو لپاره په يوه خوندي پناہ ګاہ بدل شوے دے ۔ د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان نه پس نړيوال ترهه ګر تنظیم القاعدہ هم د افغان طالبانو ملاتړ لپاره راوړاندې شو ۔ د پاکستان آپریشن غضب للحق په زړه پورې کامیابۍ له امله افغانستان كښې شته ترهه ګر تنظیمونه د يرې ښكار دي ۔ د آپریشن غضب للحق تر مخه پاکستان په افغانستان كښې د فتنه الخوارج پشمول د ټولو ترهه ګرو تنظیمونو ژالې په نښه كړې۔ د پاک پوځ آپریشن غضب للحق نه پس نړيوال ترهه ګر تنظیم القاعدہ د افغان طالبان رجیم ښكاره د مرستې اعلان کړے دے ۔د القاعدہ جنرل کمان د پاکستان خلاف يو اوږد او د سختې لهجې لرونكے بیان جاري کړے ۔ د القاعدہ تر مخه تنظیم د خپل ټول استطاعت او انرژۍ سره د طالبانو ملګرتيا به كوي ۔ ملګرو ملتونو په جولائي 2025ء كښې هم په افغان طالبان زور راوړے ؤ چې افغان خاوره د ترهه ګرۍ پټن ځائے په توګه ونه كارولې شي ۔د نړيوالو پوهانو تر مخه د افغان رجیم پخپله خاوره شته ترهه ګر تنظیمونه د خپلو ناوړه مقصدونو لپاره كارول د منطقې امن لپاره يوه سنګینه پوښتنه ګرځېدلې ۔ د پاکستان اوسنو د ترهه ګرۍ مخ نيوي کارروائیو په افغانستان كښې ترهه ګر تنظیمونو او د هغوي انفراسټرکچر ته لوي زيان رسولے دے











