اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د سپيشل انويسټمنټ فيسلي ټيشن کونسل (ايس آئي ايف سي) فعاله او كوټلې سهولت کارۍ د پاكستان د صحت په څانګه كښې يو مهم سنګ ميل سر كړے۔ ايس آئي ايف سي نه يوازې د هېواد په كچه د ادارو ترمېنځه همغږي باوري كوي بلكې په نړيواله كچه هم د موثره رابطه كارۍ د لارې دا مهم پېشرفت ممكن كړے شوے ۔ ايس …
د ايس آئي ايف سي په مؤثره سهولت کارۍ ډريپ د وړومبۍ ډرګ ټيسټنګ ليبارټرۍ لپاره د ډبليو ايچ او پري کواليفکيشن ترلاسه كړو
اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د سپيشل انويسټمنټ فيسلي ټيشن کونسل (ايس آئي ايف سي) فعاله او كوټلې سهولت کارۍ د پاكستان د صحت په څانګه كښې يو مهم سنګ ميل سر كړے۔ ايس آئي ايف سي نه يوازې د هېواد په كچه د ادارو ترمېنځه همغږي باوري كوي بلكې په نړيواله كچه هم د موثره رابطه كارۍ د لارې دا مهم پېشرفت ممكن كړے شوے ۔ ايس آئي ايف سي د پرله پسې هلو ځلو د لارې د ډرګ ريګوليټري اتھارټي آف پاکستان (ډريپ) د وړٶمبنې ډرګ ټيسټنګ ليبارټري لپاره د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) څخه پري کواليفکيشن ترلاسه كړے دے٬ كوم چې د پاکستان په ريګوليټري نظام د نړيوال باور څرګندونه ده٬ دا جديد ډرګ ټيسټنګ ليبارټري به په كراچۍ كښې جوړولې شي او د ډرېپ تر سېوري لاندې به كار كوي۔











