اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) لنډ مهاله صدرِ مملكت سيد يوسف رضا ګيلاني د شهيدانو ورځ په موقع د خوږ هېواد عظيمو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاکستان امن، سلامتيا او جمهوري تسلسل د مېړنو ځوانانو او لوڼو د قربانيو په سبب قائم شوے ۔ خپل پېغام كښې ده په دې خبره زور راوړو چې د ترهګرۍ په ضد جنګ او د وطن دفاع لپاره …
د پاکستان امن، سلامتيا او جمهوري تسلسل د مېړنو ځوانانو او لوڼو د قربانيو سبب دے ۔ د لنډ مهاله صدرِ مملكت سيد يوسف رضا ګيلاني د شهيدانو ورځ په موقع پېغام
اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) لنډ مهاله صدرِ مملكت سيد يوسف رضا ګيلاني د شهيدانو ورځ په موقع د خوږ هېواد عظيمو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاکستان امن، سلامتيا او جمهوري تسلسل د مېړنو ځوانانو او لوڼو د قربانيو په سبب قائم شوے ۔ خپل پېغام كښې ده په دې خبره زور راوړو چې د ترهګرۍ په ضد جنګ او د وطن دفاع لپاره وركړې شوې قربانۍ يوازې نظريات نه بلكې قام لپاره يو ژوندې حقيقت دے٬ ده ووئيل پهه مېدان جنګ كښې زمونږ د كليو او ښاريو ځوانانو خپل ځانونه قربان كړل دغسې چې پاكستان په عزت او عزم سره قائم پاتې شي۔ ده ووئيل پاك پوځ، پوليس او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو همت او استقامت د رياست رټ په پرېكنده توګه مستحكم كړو او د انتها پسندۍ او عدم استحکام قوتونه ئې په شا وتنبول۔ ده زياته كړه چې زمونږ شهيدان يوازې د جغرافيائي حدودو دفاع نه كوي بلكې دوي د نظريه پاكستان، آئيني نظام او اولس ته د سوله ايز ژوند كولو د حق تحفظ كړے۔ د شهيدانو كورنيو ته پېرزوئنې وړآندې كولو سره لنډ مهاله صدر مملكت سيد يوسف رضا ګېلاني د دوي بې مثاله همت او د قربانيو اعتراف وكړو۔ ده ووئيل قام غمژنو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك دے او مونږ د دوي قربانۍ يوازې په لفظونو كښې نه بلكې غېر متزلزل قامي عزم او د اتحاد د لارې د ياد ساتلو عزم لرو ۔ ده زياته كړه چې د شهيدانو ورځ يوازې د ياد لمانځلو ورځ نه ده بلكې دا د ملي لوظ د تجديد لمحه ده۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د خپل پېغام په پائي كښې د دې خبرې پخلے وكړو چې د هغوي قربانۍ به تل د پاكستان د طاقت د بنياد تيګه وي۔











