اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ايندهن سبسډۍ او كفايت شعارۍ په اړه د سټيئرنګ كمېټۍ پنځمې غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ د فيول سبسډي اقدام په اړه په پېشرفت او د وزيراعظم كفايت شعارۍ په اقدامات د عمل درآمد جاج واخست۔نائب وزيراعظم دې اقدامات ته …
د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايندهن سبسډۍ او كفايت شعارۍ په اړه د سټيئرنګ كمېټۍ پنځمه غونډه
اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ايندهن سبسډۍ او كفايت شعارۍ په اړه د سټيئرنګ كمېټۍ پنځمې غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ د فيول سبسډي اقدام په اړه په پېشرفت او د وزيراعظم كفايت شعارۍ په اقدامات د عمل درآمد جاج واخست۔نائب وزيراعظم دې اقدامات ته عملي جامه ورچولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د خزانې وزير مملكت٬د پیټروليم وفاقي سېكرټريز او د آئي ټي نه علاوه صوبائي محكمو او آزاد جمو او كشمير او ګلګت بلتستان حكومتونو اړوند چارواكو ګډون كولو











