اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د خوږ هېواد دفاع، سلامتيا او استحکام لپاره قرباني وركوٶنكو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې ټول قام خپلو مېړنو ځوانانو ته سلام وړاندې كوي چا چې د خپل ځان پراوه كولو نه غېر د هېواد دفاع ناقابلِ تسخير كړې ده۔ د شورو په ورځ د شهيدانو ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده …
د پاکستان شهيدانو د ترهګرۍ٬ انتها خوښۍ او د بهرنيو خطرو په ضد د بې مثال جرات، عزم او قربانۍ څرګندونه كړې ده۔ سردار اياز صادق
اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د خوږ هېواد دفاع، سلامتيا او استحکام لپاره قرباني وركوٶنكو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې ټول قام خپلو مېړنو ځوانانو ته سلام وړاندې كوي چا چې د خپل ځان پراوه كولو نه غېر د هېواد دفاع ناقابلِ تسخير كړې ده۔ د شورو په ورځ د شهيدانو ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د پاکستان شهيدانو د ترهګرۍ٬ انتها خوښۍ او د بهرنيو خطرو په ضد د بې مثال جرات، عزم او قربانۍ څرګندونه كړې ده۔ ده ووېيل د پاك پوځ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د قام د مشتركه قربانيو په سبب د هېواد دښمنه عناصرو ناپاك عزائم خاورې كړې شوې دي چې په نتيجه كښې ئ په هېواد كښې امن راغلے دے۔ سپيکر سردار اياز صادق ووېيل په دې وروستو كلونو كحې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو، پوليس، قانون نافذ كوٶنكو ادارو او عام وګړو چې كومې قربانۍ وركړې دي ھغه د قامي تاريخ د نه هېرېدو وړ برخه ده۔











