لندن 29 اپرېل (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ په لندن كښې د دفاع او سلامتيا ادارې ته وېنا كړې٬ دا اعزاز په عمومي توګه يوازې د هېواد مشرانو٬ وزيراعظم يا اعليٰ عسکري مشرانو ته ترلاسه وي٬ دا وړومبۍ موقع ده چې يو پاكستاني وفاقي وزير دې اعليٰ كچ فورم ته د وېنا كولو اعزاز ترلاسه كړو كوم چې په نړيواله كچه د پاكستان …
وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د برتانيه د دفاع و سلامتيا فورم ته وېنا
لندن 29 اپرېل (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ په لندن كښې د دفاع او سلامتيا ادارې ته وېنا كړې٬ دا اعزاز په عمومي توګه يوازې د هېواد مشرانو٬ وزيراعظم يا اعليٰ عسکري مشرانو ته ترلاسه وي٬ دا وړومبۍ موقع ده چې يو پاكستاني وفاقي وزير دې اعليٰ كچ فورم ته د وېنا كولو اعزاز ترلاسه كړو كوم چې په نړيواله كچه د پاكستان د زياتېدونكې مقام او د سفارتي اهميت مظهر دے۔ دا دستوره د لندن په نوموړې پال مال سيمه كښې وشوه چې پكښې سفيرانو، هائي کمشنرز، د برتانيه پارلماني غړو، د برتانيه د خارجه دفتر استازو٬ دفاعي او قانوني پوهانو٬ معاشي او د طبي څانګو سره تعلق لرونكو نوموړو شخصياتو ګډون كولو۔ خپلې كليدي وېنا كښې وفاقي وزير د پاکستان دفاعي او د معاشي سفارتکارۍ په امتزاج زور راوړلو سره ووئيل پاکستان د خپل جغرافيائي اهميت په سبب د لوېديز او ختيز ترمېنځه د يوې مهمې راهدارۍ حېثيت لري۔ ده ووئيل د پاکستان چاپېر چل دوې ته په په نړيوال تجارت، روابطو او د سلامتي په تناظر كښې يو مركزي مقام وركوي۔ وفاقي وزير د وزيراعظم محمد شهباز شريف د قيادت ستائنې كولو سره ووئيل د پاكستان فعاله سفارتکارۍ ته په نړيواله كچه په درنه سترګه كتلې كېږي۔











