د سېنېټ د پي ډبليو ډي ملازمنيو بېلو محكمو كښې د ضم كولو هدايت ، د هاؤسنګ منصوبو او تجاوزات كېسونو په اړه سخت احكامات

اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) د سېنېټ د هاؤسنګ اېنډ وركس قائمه كمېټۍ د تحلیل شوې پاک پی ډبليو ډي ملازمینو په نورو محكمو كښې د ضم كولو عمل زر تر زره ترسره كولو هدايت كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې د وفاقي كابينې په پرېكړو دې عملدرآمد په هر صورت كښې باوري كړي دي۔ کمېټۍ د هاؤسنګ منصوبو، انفراسټرکچر او تجاوزات سره د اړوندو چارو جاج هم …

اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) د سېنېټ د هاؤسنګ اېنډ وركس قائمه كمېټۍ د تحلیل شوې پاک پی ډبليو ډي ملازمینو په نورو محكمو كښې د ضم كولو عمل زر تر زره ترسره كولو هدايت كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې د وفاقي كابينې په پرېكړو دې عملدرآمد په هر صورت كښې باوري كړي دي۔ کمېټۍ د هاؤسنګ منصوبو، انفراسټرکچر او تجاوزات سره د اړوندو چارو جاج هم واغستو۔ د قائمه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د سېنېټر ناصر محمود په مشرۍ كښې وشوه په كومه كښې چې د بېلو مهمو چارو په شمول د تحلیل شوې پاک پی ډبلیو ډی ملازمينو په اېډجسټمنټ، اولسي انفراسټرکچر، هاؤسنګ سکیمونو او تجاوزات سره په اړوندو چارو غور وكړے شو۔ كمېټۍ ته بريفنګ كښې ووئيلې شو چې په مجموعي توګه 3,227 ملازمینو كښې 3,001 په بېلو محكمو كښې ضم كړې شوي دي او هغوي ته تنخاګانې جاري كړې شوي دي۔ 193ملازمین اېډجسټ كړې شوي دي او د هغوي تنخاګانې به ډېر زر پېل شي بياهم د 33 ملازمینو معامله تر دې دمه ځنډولې شوې ده۔ كمېټۍ د انضمام په عمل كښې په تاخير ناراضګي ښكاره كولو سره هدايت وكړو چې د ټولو پاتې ملازمينو انضمام دے په سمدستي توګه بشپړ كړے شي۔