اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی)د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي سره په پاكستان كښې د نيپال سفيرې ریتا دھیتال د شورو په ورځ ملاقات وكړو چې په كښې د كلتور ٬ ورثې او اولسي رابطو په څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اورنګزېب خان کھچی د نيپالي سفيرې هركلي كولو سره ووئيل چې پاکستان اولسي رابطې د سفارتي …
د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير سره د نيپالي سفيرې ملاقات ، دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی)د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي سره په پاكستان كښې د نيپال سفيرې ریتا دھیتال د شورو په ورځ ملاقات وكړو چې په كښې د كلتور ٬ ورثې او اولسي رابطو په څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اورنګزېب خان کھچی د نيپالي سفيرې هركلي كولو سره ووئيل چې پاکستان اولسي رابطې د سفارتي اړيكو بنياد ګڼي۔ ده د دواړو هېوادونو د كلتوري ادارو ترمينځه فنون ٬ نوادرات او نورو كلتوري فعاليتونو كښې د همكارۍ په اهميت زور راوړو۔ وفاقی وزیر د وزیراعظم شهباز شریف وژن له مخې ملګرو هېوادونو سره همكارۍ ته د ودې وركولو عزم پخلي كولو سره ووئيل چې پاكستان نیپال سره د كلتوري تړون مستحكمولو عزم لري۔ وفاقي وزير د پاكستان بدھ مت ورثه په ډاګه كولو سره ووئيل حکومت مذهبي سېلګرۍ ته د ودې وركولو پراخا پالېسۍ لاندې د بدھ مت تهذيب رامخې ته كولو له د نوو هڅو كولو هدايت كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان د قيمتي بدھ مت نوادارت امين دے په كومو كښې چې فاسټنګ بدھا مجسمه هم شامل ده۔ ده نيپالي سفيرې ته د آثار قديمه او عجائب ګھر محكمې دورې كولو بلنه هم وركړه۔ نیپالي سفيرې د پاكستان او نيپال ترمينځه پخوانۍ اړيكې وستائلې كومې چې په ګډ احترام ٬ خېر سګالۍ او همكارۍ اډانه دي۔ دې د تجارت ٬ تعليم او اولسي رابطو په شمول په بېلو څانګه كښې د اړيكو پرله پسې پېشرفت په ډاګه كولو سره علمی، ابلاغی، لوبو او كلتوري پروګرامونو كښې د تبادلو په اهميت زور راوړو۔ سفیرې د دوه اړخيزه كلتوري مرستې د مهمو پړاؤنو ذكر هم وكړو په كومو كښې چی په مئی 1970ء كښې شوې كلتوري لوظنامه ، په کټھمنډو كښې د نیپال پاکستان فرېنډشپ اېنډ کلچرل اېسوسی اېشن فعاليتونه او په كال 2018ء كښې د نیپال اکېډمۍ او د پاكستان اکېډمی آف لېټرز ترمينځھ مفاهمتي يادښت شامل دے چې له مخې يۍ د دي وائسز آف نيپالي پوئټس په څير ادبي تخليقاتو ژباړنه ممكنه شوه۔ سفیرې وفاقی وزیر ته مئي په اولنۍ نېټه د جمعې په ورځ په ټېکسلا میوزیم كښې كېدونكې نړيوالې وېساك ډے دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔ د دې مقصد د بدھ مت كلتوري ورثې اهميت په ډاګه كول دي۔ په دې مهال وفاقي وزير د نيپال كلتوري پلاويو ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركولو سره ووئيل چې پاكستاني كلتوري پلاوي به هم د نيپال دوره كوي دغسې چې ددواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري تبادلو ته وده وركړې شي











