د پاکستان بندرځايونه د هر ډول چيلنجونو مقابلې كولو صلاحيت لري۔ وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري وئيلي دي په منطقه كښې كړكېچن صورتحال څخه زده كړې ته اړتيا ده ځكه چې په بحر هند كښې د زياتېدونكي تاٶ تريخوالي اثرات ګرده نړۍ محسوسوي۔ د شورو په ورځ سېمينار كښې د ګډون په مهال وفاقي وزير ووئيل چسکيورټي خطر او تجارتي خنډان شپنګ كمپنو لپاره لوي چېلنج جوړ شوے۔ ده ووئيل د …

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري وئيلي دي په منطقه كښې كړكېچن صورتحال څخه زده كړې ته اړتيا ده ځكه چې په بحر هند كښې د زياتېدونكي تاٶ تريخوالي اثرات ګرده نړۍ محسوسوي۔ د شورو په ورځ سېمينار كښې د ګډون په مهال وفاقي وزير ووئيل چسکيورټي خطر او تجارتي خنډان شپنګ كمپنو لپاره لوي چېلنج جوړ شوے۔ ده ووئيل د وزيراعظم پاليسيو په سبب د تېل د ترسيل سلسله جاري ده او د وزيراعظم په امر جوړې كړې شوې کميټۍ بحران په موقع كښې بدل كړو ده ووئيل د پاکستان بندرځايونه د هر ډول چيلنجونو مقابلې كولو صلاحيت لري ۔ وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاکستان به د سمندري تجارت، سيمه ايزو رابطو او د سمندري خوشحالۍ مرکز جوړولې شي۔ په دې موقع د كے پي ټي چيئرمېن ووېيل ستمبر څخه به د کراچي بندرځاے څخه د فپري څلور شپ چلولې شي٬ ريئر ايډمرل شاهد احمد ووېيل خوراكي تېل او فيري سروس لپاره جديد ټرمينلز جوړ كړے شوے او د کراچۍ بندرځاے صلاحيت د راتلونكو 50 كالو لپاره هم كافي دے