د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل په ځائي كچه د واكسين جوړولو لپاره د جامع قامي واکسين پاليسۍ منظوري ترلاسه كړې شوه۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل په ځائي كچه د واكسين جوړولو لپاره د جامع قامي واکسين پاليسۍ منظوري ترلاسه كړې شوه ۔ د روغتيا وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي كابينې د شورو په ورځ د دې مهمې پاليسي رسمي منظور وركړه كومه به چې په هېواد كښې …

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل په ځائي كچه د واكسين جوړولو لپاره د جامع قامي واکسين پاليسۍ منظوري ترلاسه كړې شوه ۔ د روغتيا وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي كابينې د شورو په ورځ د دې مهمې پاليسي رسمي منظور وركړه كومه به چې په هېواد كښې د صحت عامه نظام مضبوطولو كښې يو مهم سنګ ميل ثابت شي۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل په ماضي كښې پاکستان كښې د واکسين په اړه جامع قامي پاليسي نه وه چې په سبب ئې په دې څانګه كښې كوټلے پېشرفت ممكن شوے نه ٶ۔ ده ووئيل د ټولو شراكتدارو په مشاورت سره دا پاليسي دستاويز ترتيب كړے شوے ٬ دغسې چې يو مضبوط او تل پاتې نظام جوړ كړے شي۔ وفاقي وزير دا پېشرفت قامي خود كفالت پلو يو مهم سنګ ميل ګرځولو سره ووئيل دې سره به نه يوازې د واكسين شتون كښې بهتري راشي بلكې په سباٶن كښې به د صحت هنګامي حالاتو په موثره ډول د مخنيوي صلاحيت هم زيات شي