اسلام آباد۔29 اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د سي ډي اے ريكارډ ډیجیټلائزېشن به په 120 ورځو كښې وكړے شي ، كومې هم غېر قانوني هاؤسنګ سوسائټۍ ته به په اسلام آباد كښې د كار كولو اجازه نه وي۔ د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې …
د سي ډي اے ريكارډ ډیجیټلائزېشن به په 120 ورځو كښې وكړے شي ، كومې هم غېر قانوني هاؤسنګ سوسائټۍ ته به په اسلام آباد كښې د كار كولو اجازه نه وي، وفاقی وزیر محسن نقوی
اسلام آباد۔29 اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د سي ډي اے ريكارډ ډیجیټلائزېشن به په 120 ورځو كښې وكړے شي ، كومې هم غېر قانوني هاؤسنګ سوسائټۍ ته به په اسلام آباد كښې د كار كولو اجازه نه وي۔ د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې 4 ساعته اوږده غونډه وشوه په كومه كښې چې په اسلام آباد كښې په روانو منصوبو د پیشرفت او د نوې منصوبو بشپړ جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې د سي ډي اے د ټول ريكارډ ډیجیټلائزډ كولو پرېكړه وكړې شوه۔ محسن نقوی ووئيل چې د ریکارډ ډیجیټلائزېشن به په 120 ورځو كښې وكړې شي٬ وګړي به پخپله د خواستونو اپ ډېټ سټېټس معلومولې شي۔ كومې هم غېر قانوني ھاؤسنګ سوسائټۍ ته به په اسلام آباد كښې د كار كولو اجازه وركولې نه شي۔ غوندې ته ووئيلې شو چې د نوي کنونشن سېنټر ، اېکسپو سېنټر او اسلام آباد ارینه جوړولو له د 3 نړيوالو كمپنيو پري كواليفكېشن بشپړ كړے شوے دے۔ د كورنيو چارو وزير د دې تعمير د اېس سي او سمټ څخه وړاندې د بشپړولو هدايت وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل د لوبو فعاليتونو ته وده وركولو له به نوې سپورټس كمپلېكس جوړولے شي۔ ده د اېکسپرېس وے او د کلب روړ په بیوټیفيکېشن او لائټنګ هم د فوري كار پېل كولو امر وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير په سی ډی اے كښې د کرپشن سکېنډل په افشا كولو د سي ډي اے چيئرمېن سهېل اشرف او غړي زمان وټو له مباركي وركړه۔ د سي ډي اے چيئرمېن سهېل اشرف د كورنيو چارو وزير ته بريفنګ وركړو۔ د بريفنګ په مهال ووئيلې شو چې په اېکسپرېس وے د سروس روډ جوړولو كار به د پلاننګ ډویژن له منظورۍ څخه وروستو پېل كولے شي











