د وفاقي وزير محسن نقوي په چمن سېكټر كښې د افغان طالبان او فتنة الخوارج د جواز نه لرونكي جارحيت غندنه

اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په چمن سېكټر كښی د افغان طالبان او فتنة الخوارج لخوا د جواز نه لرونكي جارحيت غندنه كړې ده۔ د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وزير دښمن له په بشپړ ځواب وركولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقي وزير د امنيتي ځواكونو د آپرېشنل صلاحيتونو ستائنه …

اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په چمن سېكټر كښی د افغان طالبان او فتنة الخوارج لخوا د جواز نه لرونكي جارحيت غندنه كړې ده۔ د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وزير دښمن له په بشپړ ځواب وركولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقي وزير د امنيتي ځواكونو د آپرېشنل صلاحيتونو ستائنه هم وكړه۔ محسن نقوي ووئيل امنيتي ځواكونو مؤثره كارروائي كولو سره د افغان طالبان او فتنة الخوارج ناوړه عزائم ناكامه كړل۔ د امنيتي ځواكونو مېړني فرزندان د پولو د دفاع عزم لري۔ ده ووئيل د پاكستان مېړني امنيتي ځواكونه د افغان طالبان او فتنة الخوارج د جارحيت بشپړ ځواب وركوي