پروفېسر احسن اقبال سره د ثمر هارون بلور ملاقات ، د خېبر پښتونخوا په پرمختيائي ترجيحاتو او د اولسي خېر ښېګړې په منصوبو د خيلاتو څرګندونه

اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال سره د شورو په ورځ د مسلم ليګ نون د قومي اسمبلۍ غړي ثمر هارون بلور ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا په پرمختيائي ترجيحاتو ٬ د اولسي خېر ښېګړې په منصوبو او د سياسي مشرتابه په كردار د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ثمر هارون بلور وفاقي وزير خېبر پښتونخوا …

اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال سره د شورو په ورځ د مسلم ليګ نون د قومي اسمبلۍ غړي ثمر هارون بلور ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا په پرمختيائي ترجيحاتو ٬ د اولسي خېر ښېګړې په منصوبو او د سياسي مشرتابه په كردار د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ثمر هارون بلور وفاقي وزير خېبر پښتونخوا ته پېښو مهمو چېلنجونو څخه خبرولو سره په صوبه كښې بشپړ او تلپاتي پرمختګ لپاره د مؤثرې تګلارې عملي كولو په حاجت زور راوړو۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت په ګرد هېواد كښې متوازن پرمختګ ٬ سيمه ايزې همغږۍ اود اولسي خېر ښېګړې ايجنډې ته تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي دغسې چی صوبو ته د پرمختګ يو ډول موقعې وركړې شي۔ دواړو لارښودو په دې خبره اتفاق وكړو چې د مېرمنو سياسي او سماجي مشرتابه جمهوري عمل مضبوطولو كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔دا ملاقات جمهوري نمائندګۍ ته وده وركولو ، د مېرمنو د مشرتابه اعتراف او په خېبر پښتونخوا كښې پرمختيائي عمل تندولو پلو مثبت پېشرفت وګرځولے شو