اروپائي ائتلاف د درې مودې څخه د پاكستان مهم تجارتي او پرمختيائي شراكتدارو كښې شامل دے۔ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي اروپائي ائتلاف د ډېرې مودې راهسې د پاكستان مهم تجارتي او پرمختيائي شراكتدارو كښې شامل دے، اروپائي ائتلاف د پاکستان مصنوعات لپاره تر نړيوال ماركيټ رسنه٬ په معيار كښې ښه والي او اداره جاتي اصلاحات ته ودې وركولو سره سره تل پاتې، شموليت او د مسابقتي معيشت په جوړولو كښې ښكار كردار …

اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي اروپائي ائتلاف د ډېرې مودې راهسې د پاكستان مهم تجارتي او پرمختيائي شراكتدارو كښې شامل دے، اروپائي ائتلاف د پاکستان مصنوعات لپاره تر نړيوال ماركيټ رسنه٬ په معيار كښې ښه والي او اداره جاتي اصلاحات ته ودې وركولو سره سره تل پاتې، شموليت او د مسابقتي معيشت په جوړولو كښې ښكار كردار لوبولے دے۔ د اروپائي ائتلاف پاکستان بزنس فورم 2026 د ماسخوتن مېلمستيا ته د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې احسن اقبل د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د اوږدې مودې اقتصادي و پرمختيائي شراكتدارۍ ته لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ ده د اروپائي ائتلاف سفير ريمنډاس کاروبلس د يو کامياب فورم په تابيا مننې كولو سره ووئيل د پاكستان 24 كروړه نه زياته آبادي٬ ځوانان او صلاحيت لرونكے افرادي قوت او ځانګړې جغرافيائي حيثيت په سبب نړيوالو سرمايه كارو لپاره د مهم مركز حېثيت لري۔ ده ووئيل پاکستان سوئيلي اسياء، مېنځنۍ اسياء، مېنځني ختيز او چين سره تړلې قدرتي اقتصادي ګيټ وے لري او د كر كېلې، ټيکسټائل، آئي ټي، د تجديد وړ توان، انجينئرنګ ګډز، معدنيات، لاجسټکس، فارماسيوټيکل او د ګرين اکانومي په څېر څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف د پاکستان مصنوعات لپاره تر نړيوال ماركيټ رسنه٬ په معيار كښې ښه والي او اداره جاتي اصلاحات ته ودې وركولو سره سره تل پاتې، شموليت او د مسابقتي معيشت په جوړولو كښې ښكار كردار لوبولے دے