لاهور۔29 اپرېل(اے پی پی) په كراچۍ كښې د پاكستان او زمبابوے د وېمن لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو د سيريز په لړ كښې د دواړو لوبډلو د مشقونو او د ابلاغ سرچينو سره د ملاقاتونو شېډول جاري كړے شوے دے۔ دا سيريز به 4 څخه تر 9 مئي په نېشنل سټېډيم كښې كولې شي۔ د شېډول له مخې د زمبابوے لوبډله به په 29 اپرېل کراچۍ ته راورسي۔ …
وېمنز کرکټ ، د پاکستان او زمبابوے ترمينځه د يو ورځني مېچونو سيريز سره اړوند شېډول جاري كړے شو

مزید خبریں
لاهور۔29 اپرېل(اے پی پی) په كراچۍ كښې د پاكستان او زمبابوے د وېمن لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو د سيريز په لړ كښې د دواړو لوبډلو د مشقونو او د ابلاغ سرچينو سره د ملاقاتونو شېډول جاري كړے شوے دے۔ دا سيريز به 4 څخه تر 9 مئي په نېشنل سټېډيم كښې كولې شي۔ د شېډول له مخې د زمبابوے لوبډله به په 29 اپرېل کراچۍ ته راورسي۔ په 30 اپرېل او یکم مئی به دواړه لوبډلې د ماښام په وخت مشق كوي۔ په 2 مئی به هم دواړو لوبډلې د شپې تر 7 نيمو بجو مشق كوي او دې څخه وړاندې به د دواړو لوبډلو مشرانې پرېس كنفرنس كوي۔ په 3 مئي به هم 6 نيمو بجو څخه تر 9 نيمو بجو مشق كيږي۔ د سيريز اولنے مېچ به په 4 مئي دويم په 6 مئي او درې او وروستې مېچ به په 9 مئی كولې شي








