د صدر آصف علي زرداري د چين سرمايه کارو ته په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ زياتولو بلنه

سانيا 29 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د چين دورې په مهال د هانګژو جن جيانګ ګروپ سي اي او وانګ جيان سره د شورو په ورځ وليدل او كمپنۍ ته ئې په پاکستان كښې د متبادل توان، اوبو پاكولو او د اليکټرك ګاډو د بيټري سسټمز پشمول په ترجيحي څانګو كښې د چين سرمايه كاري زياتولو بلنه وركړه۔ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د …

سانيا 29 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د چين دورې په مهال د هانګژو جن جيانګ ګروپ سي اي او وانګ جيان سره د شورو په ورځ وليدل او كمپنۍ ته ئې په پاکستان كښې د متبادل توان، اوبو پاكولو او د اليکټرك ګاډو د بيټري سسټمز پشمول په ترجيحي څانګو كښې د چين سرمايه كاري زياتولو بلنه وركړه۔ د ايوان صدر ميډيا څانګې لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال صدر مملکت ته ووئيل شول دا ګروپ د وړاندې نه پاكستان كښې يو شمېر منصوبو باندې كار كوي او د چين د سر څو كاروباري ګروپس كښې شامل دے او د دوي هلې ځلې تر لويو صنعتونو٬ تېل او ګېس، د سكرو ګيسي فکيشن،د تجديد وړ توان، زراعت او د اوبه خور په څېر څانګو محيط دي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان په بېلو څانګو كښې په خاص توګه واټر ټريټمنټ، اليکټرك وهيکل بيټري سسټمز او د متبادل توان په څانګو كښې د غېر ملكي سرمايه كارو بشپړه ډاډګيرنه كوي۔ ده ووئيل د دې نوعيت همكاري د تل پاتې پرمختګ او صنعتي پېشرفت كښې مرستياله ګرځېدې شي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل د سندھ حكومت په صوبه كښې سرمايه كاري كوٶنكو غېر ملكي كمپنيو ته په خاص توګه د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ له مخې هر ډول ممكنه سهولت وركوي۔ د ملاقات په مهال سينيټر سليم مانډوي والا، د سندھ سينئر وزير شرجيل انعام ميمن، د سندھ وزيراعليٰ سرمايه كارۍ و پبلك پرائيويټ پارټنرشپ و منصوبو لپاره خاص مرستال سيد قاسم نويد قمر او د سندھ چيف سيکرټري هم موجود وٶ۔