وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال سره د كے الېكټرك چيئرمېن شهريار چشتي ملاقات

اسلام آباد ۔ 29 اپرېل(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال سره د شورو په ورځ د كے الېكټرك چيئرمېن شهريار چشتي ملاقات وكړو په كوم كښې چې پاكستان ته د توان په څانګه كښې په پېښو چېلنجونو ٬ د سباؤن په ضرورتونو اود پرمختګ په پراخا موقعو خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال د پاكستان د معاشي پرمختګ …

اسلام آباد ۔ 29 اپرېل(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال سره د شورو په ورځ د كے الېكټرك چيئرمېن شهريار چشتي ملاقات وكړو په كوم كښې چې پاكستان ته د توان په څانګه كښې په پېښو چېلنجونو ٬ د سباؤن په ضرورتونو اود پرمختګ په پراخا موقعو خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال د پاكستان د معاشي پرمختګ صلاحيت ٬ انفراسټركچر كښې د سرمايه كارۍ امكاناتو او تلپاتي پرمختګ لپاره د نوې لارو جاج واغستے شو۔ په دې موقع په دې خبره زور راوړلے شو پرائیوېټ سېکټر او بزنس کمیونټی د پاكستان معاشي پرمختګ ٬ سرمايه كارۍ او سوكالۍ لپاره د ملا د تير حېثيت لري۔