وفاقي وزیر جام کمال خان سره د تاجک سفیر شریف زادہ یوسف توئر ملاقات، د تجارت او ټرانزټ مرستې په زياتولو اتفاق

اسلام آباد۔29اپریل(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د تاجکستان سفیر شریف زادہ یوسف توئر د شورو په ورځ ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د پاکستان او تاجکستان ترمينځه د تجارت او ټرانزټ مرستې په زياتولو اتفاق وكړے شو او د دوه اړخيزه تجارت ودې او سيمه ايزو روابطو په مضبوطولو هم خبرې وشوې ۔ وفاقي وزیر د سيمه ايز تجارت زياتولو لپاره د سهولت کارۍ عزم …

اسلام آباد۔29اپریل(اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د تاجکستان سفیر شریف زادہ یوسف توئر د شورو په ورځ ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د پاکستان او تاجکستان ترمينځه د تجارت او ټرانزټ مرستې په زياتولو اتفاق وكړے شو او د دوه اړخيزه تجارت ودې او سيمه ايزو روابطو په مضبوطولو هم خبرې وشوې ۔ وفاقي وزیر د سيمه ايز تجارت زياتولو لپاره د سهولت کارۍ عزم څرګند كړو او د كوټلې تجارتي راهدارۍ جوړولو په اهمیت يې زور راورو ۔ده ووئېل لاجسټکس حب او د جدید ټرانسپورټ نظام څڅه منطقه كښې به روابط مضبوط شي ۔ده د شخصي څانكې روابط زياتولو لپاره د بزنس فورم د تابيا هم وراندېز وركړو ۔ جام کمال خان د چین سره مرسته د سيمه ايزو روابطو لپاره مهمه وګرحوله او د ګڼو تجارتي لارو فعاله ساتلو په ضرورت يې زور راورو ۔ ده برآمدي و درآمدي اداروں تر مينځه د نيغ په نيغه رابطو تجویز هم وركړو ۔تاجک سفیر د پاکستان د سيمه ايزو روابطو اقدامات وستائېل ۔ هغه د تاجکستان د اړخه د ارزانه او د باور وړ ټرانزټ روټس په اهمیت خبرې وكړې ۔هغه ووئېل د تاجکستان اضافي توان پاکستان ته وركړے كېدے شي ۔ هغه ووئېل د دواړو هېوادونو تر مينځه د ایلومینیم تجارت او د صنعتي مرستې موقعې موجود دي ۔ دغسې دوي د شريك اقتصادي کمیشن پلیټ فارم مؤثره كولو ته هم اتفاق وكړو او د پاکستان او تاجکستان نزدې رابطه برقرار ساتلو لپاره يې عزم څرګند كړو۔