اسلام آباد28اپرېل (اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان آرمي ستراتېژك فورسز کمانډ لخوا په ځائي كچه د جوړ كړے شوي فتح-ميزائل سسټم په کاميابه تجربه وسله والو ځواكونو او ټول قام له مباركي وركولو سره ووئيل قامي دفاع ناقابل تسخير جوړولو لپاره د ځائي ټېكنالوجۍ وده ضروري ده۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرِ مملکت د جديد …
د صدر مملکت آصف علي زرداري لخوا د فتح-II مېزائل سسټم په كاميابه تجربه وسله والو ځواكونو او ټول قام ته مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد28اپرېل (اے پي پي)صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان آرمي ستراتېژك فورسز کمانډ لخوا په ځائي كچه د جوړ كړے شوي فتح-ميزائل سسټم په کاميابه تجربه وسله والو ځواكونو او ټول قام له مباركي وركولو سره ووئيل قامي دفاع ناقابل تسخير جوړولو لپاره د ځائي ټېكنالوجۍ وده ضروري ده۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرِ مملکت د جديد دفاعي صلاحيت په وده كښې د مصروف سائنسمدارو او انجينئرز فني مهارت ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل قامي دفاع ناقابل تسخير جوړولو لپاره د ځائي ټېكنالوجۍ وده ضروري ده ۔ ده ووئيل د وطن دفاع مضبوطولو لپاره د وسله والو ځواكونو او اړوندو ادارو هڅې د ستائنې وړ دي۔










