د انګلېنډ كركټ بورډ د پخواني قامي سېلېكتر اېډ سمته د نان ايګېزېكټو ډارېكټر په حېث پخپل بورډ كښې د شاملولو اعلان وكړو

لندن 23 اپرېل (اے پي پي) د انګلېنډ اېنډ وېلز كركټ بورډ (اي سي پي) د پخواني قامي سېلېكتر اېډ سمته د نان ايګېزېكټو ډارېكټر په حېث پخپل بورډ كښې د شاملولو اعلان كړے دے ۔ د برطانيه خبر رسنې ادارې بي بي سي تر مخه اېډ سمته د مډل سېكس او كېنت كاونټيز نمائندګي كړې ده او درې ټېسټ مېچونه يې هم كړي دي۔ هغه به د وړومبي اپرېل …

لندن 23 اپرېل (اے پي پي) د انګلېنډ اېنډ وېلز كركټ بورډ (اي سي پي) د پخواني قامي سېلېكتر اېډ سمته د نان ايګېزېكټو ډارېكټر په حېث پخپل بورډ كښې د شاملولو اعلان كړے دے ۔ د برطانيه خبر رسنې ادارې بي بي سي تر مخه اېډ سمته د مډل سېكس او كېنت كاونټيز نمائندګي كړې ده او درې ټېسټ مېچونه يې هم كړي دي۔ هغه به د وړومبي اپرېل نه خپلې ذمه وارۍ تر سره كوي ۔ هغه به د مېرېلبون كركټ كلب د مشرۍ په يو كال تر سره كېدو نه پس خپل كردار لوبوي ۔ هغه د كال ٢٠١٨ نه تر ٢٠٢١ د انګلېنډ د سړو ډلې د سېلېكتر په توګه خدمات تر سره كړي ٬ د كومو په مهال چې پخپل ګراونډ په كال ٢٠١٩ كښې نړيوال جام ګټلے شوے ؤ۔ د كركټ بورډ تر مخه د اېډ سمته كردار به د تګلارې ٬ او د كاركردګۍ په چارو كښې نګراني او لارښونه كول وي۔ دغسې چې د ټولې لوبې اوږد مهاله منصوبې بهتره كړې شي۔ دا تقرري په داسې وخت كښې رامخې ته شوې ده چې كله انګلېنډ ډله په اوسني اېشنز سېريز كښې د اسټرېليا خلاف د١ ۔٤ په حساب ماتې سره مخ ده