د بنګله دېش او نيوزي لېنډ ترمينځه درېم او پرېكنده يو ورځنے كركټ مېچ په 23اپرېل كيږي

ډھاکه 22 اپرېل (اے پي پي) د بنګله دېش او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او پرېكنده مېچ د اپرېل په 23 مه نېټه نن د زيارت په ورځ په بيرسريشتھو فلائټ لېفټېننټ مطيع الرحمان سټيډيم، چټوګرام كښې كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز د 1-1 په حساب برابر دے۔ مېلمه لوبډلې نيوزي لېنډ په …

ډھاکه 22 اپرېل (اے پي پي) د بنګله دېش او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او پرېكنده مېچ د اپرېل په 23 مه نېټه نن د زيارت په ورځ په بيرسريشتھو فلائټ لېفټېننټ مطيع الرحمان سټيډيم، چټوګرام كښې كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز د 1-1 په حساب برابر دے۔ مېلمه لوبډلې نيوزي لېنډ په وړومبني مېچ كښې بنګله دېش ته په 26 رنز ماتې وركړې وه۔ په دويم مېچ كښې بنګله دېش نيوزي لېنډ ته په 6 وکټونو ماتې وركولو سره سيريز د 1-1 په حساب برابر كړو۔ ون ډے سيريز كښې د نيوزي لېنډ مشري ټام لېتھم او د بنګله دېش مهدي حسن مرزا كوي۔ د يو ورځني مېچونو له سيريز څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو ټي ټونټي مېچونو د سيريز وړومبے مېچ په 27 اپرېل ٬ دويم په 29 اپرېل او درېم او آخري ټي ټونټي مېچ به د مئي په دوېمه نيټه كېږي