د بنګله دېش او نيوزي لېنډ ترمينځه درېم او پرېكنده يو ورځنې كركټ مېچ په 23اپرېل كيږي

ډھاکه۔21اپرېل(اے پی پی) د بنګله دېش او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځنې نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او پرېكنده مېچ د اپرېل په 23 مه نېټه بیر سریشتھو فلائټ لېفټېننټ مطیع الرحمان سټیډیم،چټوګرام كښې كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځنيو مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دے۔ مېلمه لوبډلې نيوزي لېنډ په اولني مېچ كښې بنګله دېش ته په 26 رنز ماتې وركړې …

ډھاکه۔21اپرېل(اے پی پی) د بنګله دېش او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځنې نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او پرېكنده مېچ د اپرېل په 23 مه نېټه بیر سریشتھو فلائټ لېفټېننټ مطیع الرحمان سټیډیم،چټوګرام كښې كيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځنيو مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دے۔ مېلمه لوبډلې نيوزي لېنډ په اولني مېچ كښې بنګله دېش ته په 26 رنز ماتې وركړې وه۔ په دويم مېچ كښې بنګله دېش نيوزي لېنډ ته په 6 وکټونو ماتې وركولو سره سيريز 1-1 سره برابر كړو۔ د ون ډے سيريز كښې د نيوزي لېنډ مشري ټام لېتھم او د بنګله دېش مهدی حسن مرزا كوي۔ د يو ورځني مېچونو له سيريز وروستو د دواړو لابډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنے مېچ به په 27 اپرېل ٬ دويم په 29 اپرېل او درېم او وروستې ټي ټونټي مېچ په 2 مئی كولې شي